فرانسه: 'اسلامي دولت' د دفاع په حالت کې دی

فرانسه له الوتکې لېږدوونکې ''چارل دیګول'' نومې بېړۍ هره ورځ د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو  ته ۲۰ الوتنې او بمبارۍ کوي.
Image caption فرانسه له الوتکې لېږدوونکې ''چارل دیګول'' نومې بېړۍ هره ورځ د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو ته ۲۰ الوتنې او بمبارۍ کوي.

د ''اسلامي دولت'' پرضد د فرانسې د هوايي بریدونو قومندان بي بي سي ته ویلي، دغه ډله اوس د دفاع په حالت کې ده، خو د هوايي بریدونو له کبله دا توان نه لري چې په جګړې کې پرمختګ وکړي او یا نوې سیمې ونیسي.

امیرالبحر رینېه جان کرینولا بي بي سي ته ویلي، باوري دی چې د امریکا په مشرۍ د ''اسلامي دولت'' ډلې پرضد ایتلاف کې د فرانسوي الوتکو د شمېر ډېرېدل اغېزناک دي.

نوموړی وايي، له دې ډلې د عراق رمادي ښار بېرته نیول ددې ښکارندوی دي چې ګني ددغې ډلې زور مات شوی دی.

دی وايي ''داعش اوس د دفاع په حالت کې دی، او دا مهال دا توان نه لري چې په جګړه کې پرمختګ وکړي او یا نوې سیمې ونیسي''.

د تېر کال نومبر میاشت کې پاریس کې له هغو خونړیو بریدونو وروسته، چې لږترلږه ۱۳۰ کسان پکې ووژل شول، فرانسې پرېکړه وکړه چې په عراق او سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې هوايي بریدونه ډېر کړي.

په خلیج کې د فرانسې الوتکې لېږدوونکې بېړۍ''چارل دیګول'' کې موجود د بي بي سي خبریال وايي، له دغې بېړۍ هره ورځ د ''اسلامي دولت'' تر کنټرول لاندې سیمو ته ۲۰ الوتنې او بمبارۍ کېږي.

ورته مطالب