"زه کډواله نه یم"

د ۲۰۱۵ په مني کې، له پوهنتونه نوې فارغه شوې او فعاله موډي فرېزر، د یونان له لیسبوس ټاپو نه تر جرمني پورې د کډوالو د تلو پر لاره سفر وکړ. دا ۲۳ کلنه یونان ته تللی وه چې هنرمندې ارابیلا ډورمن سره مرسته وکړي چې د "تېښتې" په نامه یو اثر ېې د لندن په یوې کلیسا کې نندارې لپاره پر دیوال ځړېدلی. دې اثر کې د ربړو جوړه شوې یوه بېړۍ، چې د لیسبوس له سمندري غاړې څخه تر لاسه شوې، پر یوه اړخ ځړېدلې لکه چې چپه کېږي او د ژغورنې جاکټونه د لوېدو په حال کې دي ښودل کېږي.

له یوې اوونې وروسته، موډي داوطلبه شوه، لومړی ېې د پناه وړونکو د هرکلي په یوه کمپ کې مرسته کوله، او وروسته يې وغوښتل چې اروپا ته د کډوالو د تلو پر اوږده لاره سفر تجربه کړي او په هکله ولیکي.

هغه له هغو زرګونو خلکو څخه یوه ده چې کډوالو سره د مرستې لپاره کار کوي او د هغې تصویرونه او خبرې په دې هکله معلومات ورکوي چې د ځینو دغو داو طلبو انګېزه څه ده.

Image caption پناه وړونکي په ربړي بېړیو کې د لیسبوس شمالي ساحل ته رسېږي

"فکرنه کوم چې زه (د جګړې هنرمندې ارابیلا ډورمن لپاره) یوه ښه مرستندویه وم ځکه کله چې به هغې د عکسونو اخیستلو ته ځان چمتو کاوه یا به ېې عکسونه اخیستل، ما ورسره مرسته نشوای کولای، خو کله چې به یوه بېړۍ راورسېده ما به خلک را ایستل، او هغې به راته ویل چې یو بل پنسل یا د کمرې یوه بله عدسیه راکړه، خو زما په غېږ کې به یو يا دوه ماشومان وو".

موډي د سټارفش په نامه یوې خيریه موسسې سره یو ځای شوه چې د لیسبوس د ټاپو په ساحلي ښار مولي وس کې ېې پناه وړونکوسره مرسته کوله چې هلته په سلګونو زره کډوال راتلل او تلل.

Image caption د سیلانیانو استراحتځایونو، مولي وس او سکالا سایکامینیاس تر منځ سیمه کې د ټاپو شمالي غاړه کې ربړي کړۍ، د ژغورنې جاکټونه او پاتې شوې ربړي بېړۍ هرې خوا ته پرتې دي.

"ما د سټارفش خیریه موسسې په ترانزیټي کمپ، اکسي، کې د خوراکي توکو په یوې خېمې کې کار کاوه. زه د خوراک د سیمې مدیره ټاکل شوې وم، د زېرمو څارنه مې کوله، نور شیان مې راغوښتل اوکډوالو ته مې سانډویچ، یوه کیله او اوبه ویشلې. معمولا خلک فکر کوي چې رضاکاري یو ډېر په زړه پورې کار دی،د خلکو ژوند ژغوري او خلک له اوبو څخه راباسي اوژغوري. خو کله چې ما سانډویچ ویشل هلته په یوه خونه کې نور خلک ناست وو او له ډوډۍ او پوڅې څخه ېې په زرګونو سانډویچونه جوړول. د هغوې کار هم همدومره په زړه پورې او مهم دی."

Image caption یوه ډله نوي را رسېدلي خلک په سرویس موټرو کې له ساحل نه یو کیلومتر لېرې د هرکلي مرکز ته وړل کېدل

هغسې چې موډي په خپله تجربه کړي د لیسبوس په ټاپو کې په لسګونو خېریه موسسې او په زرګونو رضاکاران په کاربوخت دي.

"هلته د هالینډ او سکاندیناوي هېوادو څخه ډېر خلک شته، یو شمېر نور له انګلستان څخه وو، د بېلابېلو عمرونو درلودونکي وو. یو څو تنه بوډا کسان هم وو چې هلته ېې د رخصتۍ ورځې تېرولې او غوښتل ېې چې خپله رخصتي وغځوي او مرسته وکړي. خو موږ زیاتره یوه ډله ځوانان وو چې د شلو او دېرشو کلونو تر منځ ېې عمرونه وو او یو څو تنه د خپلو تحصیلي کلونو تر منځ په فاصله کې هلته د مرستې لپاره راغلي وو. ځینې خلک د یوې ماجرا د احساس په لټه کې وو خو ډېری کسان له سره د مرستې کولو لپاره راغلي وو".

موډي پرېکړه وکړه چې یوې کورنۍ سره یوځای شي چې له یونان څخه د پناه وړونکو پر لاره تلل، چې وګوري د لارې په اوږدو کې نور څه پېښېږي. هغې غوښتل د دې تجربې په اړه یو څه ولیکي.

"په رسنیو کې یوه عامه موضوع دا ده چې وايی ’موږ او هغوې’- دا یو ډول اختلاف اچول دي- یعنې دا چې ’هغوې’ پناه وړونکي دي او موږ باید ورسره ځان ګډ نه کړو".

Image caption د یونان له پولې اخوا د مقدونېې د ګیوجیلیا په سیمه کې یو پنډغالی
Image caption موډي فرېزر له خپلې موقتي ایرانۍ کورنۍ سره د مقدونېې د یوه پنډغالي په یوې خېمې کې

موډي له یوې لويې ایرانۍ کورنۍ سره يوځاى شوه او په یونان کې د مقدونېې تر پولې او بیا تر سربيا او کروییشیا پورې - د بالقان پر لاره- وخوځېده.

"ما ته دا ډېره مهمه وه چې د هغو خلکو سره چې سفر مې ورسره کاوه باید په بشپړه توګه صادقه اوسم. زموږ تر منځ د ژبې یوه ستر خنډ موجود و، خو ما له صداقت نه کار اخیسته. ما وویل زه انګرېزه یم، غواړم له تاسو سره یو ځاې سفر وکړم او په دې هکله د انګلستان خلکو ته کیسه وکړم چې هغوی پوه شي چې تاسو له څومره ستونزو سره مخ یاست".

موډي وايي د مقدونېې پر پوله چارواکو اسناد کتل، خو د ډلې کسان ېې نه شمېرل، او ما ځان له نورو خلکو سره ګډ کړ. وروسته مو سفر په اورګاډي کې پېل کړ.

"سخت باران اورېده، په سطلونو اوبه له اسمانه راتوېېدلې. ما فکر کاوه چې ښه ده- کولای شوو په اورګاډي کې شپه تېره کړو او خوب وکړو. موږ ېې د اورګاډي په بېلو بېلو برخو کې کېنولو، درې څوکۍ یوه اړخ ته او درې مقابل لوري کې، په هره برخه کې موږ ۱۲-۱۳ کسه وو. په یو څو ساعتونو کې د سربيا سرحد ته ورسېدو. تقریبا نیمه شپه به وه چې ښکته شوو".

Image caption له مقدونېې څخه تر سربيا د اورګاډي د پټلۍ پرلاره تګ

په پولې کې چې دا ډله کمپ ته ورسېده هغه بیخي ډک و، نو ځکه موډي او ورسره "کورنۍ" ېې پرېکړه وکړه چې ۴۵ دقیقې نور د سربيا دننه سفر وکړي.

"د سربيا په اړخ کې موږ ټول په درې ټکسیانو کې کیناستو. ټکسي چلوونکي پوهېږي چې له بلې خوا څخه ستومانه، ساړه او باران وهلي خلک راځي. بالاخره موږ بلغراد ته ورسېدو او هلته مو یو بل وروستی اورګاډی ونېوه او د کروییشیا په پوله کې د سیډ ښار ته تللو. کورنۍ له دې امله اندېښمنه وه چې بیا ېې د ګوتو نښې وانخیستل شي- د ډبلین د مقرراتو له کبله ېې کمپونو ته له تلو څخه ډډه کوله- ځکه که په یوه هېواد کې د چا د ګوتو نښې واخیستل شي، کېدای شي بېرته هلته ولېږل شي. نو موږ پرېکړه وکړه چې د سیډ ښار ته په ټکسي کې لاړشو".

Image caption کله چې هغوې د کروییشیا سرحد ته نږدې کېدل کورنۍ هغه تجربه ولیده چې معمولا د کډوالو سفر اسانه کوي

"دا یوه غمجنه او له خندا ډکه کیسه وه: هغوی له پولې تقریبا دوه کیلومتره لېرې یو بازار کې تم شول او بیسکېټ او د مېوې اوبه ېې رانیولې او موږ ته ېې وویل چې باید د هرې ټکسي پر سر ۲۰ یورو نورې هم ورکړو. موږ وویل،نه، موږ مخکې پېسې درکړي، خو هغوې وویل’دا د پولیسو لپاره دي’. پېسې مو ورکړې او کله چې پر لویه لاره د پولیسو د تالاشي پوستې ته ورسېدو ټکسې چلوونکی له موټره ووته او د بیسکیټو او د مېوې د اوبو کڅوړه ېې د شلو یورو پېسو سره پولیس ته ورکړه. پولیس ورته وکتل او اشاره يې وکړه،او موږ لاړو".

Image caption په ځانګړي توګه یو کرایه شوی اورګاډی چې پناه وړونکي له ویانا څخه لینز ته وړي.

د کروییشیا دننه په اورګاډي کې د یوې شپې سفر نه وروسته د هنګري په پوله موډی له ایراني کورنۍ نه بېله شوه، او په هنګري کې په یو اورګاډي کې له یوې افغان کورنۍ سره یو ځای شوه چې د مزارشریف له ښاره راغلې وه.

"هغوې ویل کومه ستونزه نشته، موږ دې پالنه کوو. او دا زما نوې کورنۍ شوه. موږ ټول پر ځمکه ناست وو، هلکان او زه ، وروسته معلومه شوه چې د کورنۍ نورغړي د اورګاډي په یوې بلې ګوښې کې ناست وو".

موډي فرېزر د خپلې دویمې موقتي "کورنۍ" سره چې د افغانستان د مزارشریف له ښار نه وه، د اطریش او جرمني پولې ته ځي.

د هنګري او اطریش پر پوله نور سرویس موټر نه تېرېدل ځکه چې د تېریدونکوخلکولپاره ورځېنۍ سهمیه یا ونډه پوره شوې وه، نو مودي او ورسره افغاني ډله په ټکسي کې ویانا ته ولاړل. له هغه ځایه دوه ورځې وخت پکاروو چې یو اورګاډی ونیسې اود جرمني پولې ته ورسېږي.

Image caption د اطریش او جرمني پرپوله د هرکلي په یوې خیمې کې پلټنه

’’ دا له خوښۍ ډک پړاو وو ځکه چې هرڅوک جرمني ته تلل او دا جرمني ته د رسېدو لپاره وروستۍ پوله وه. یو ډول’افسانوي ځاې’ و. یوه ښکلې کلیواله سیمه. روحیه لوړه وه. د ورځې په رڼاکې دا سیمه نوې ښکارېده. خو کله چې جرمني ته ورسېدو باید په ساعتونو ساعتونو مو په خیمو کې انتظار ایستلای وای، هلته خلک تږي او ستومانه کېدل او په وېره کې وو".

پرېکړه وشوه چې د چارواکو له خوا د ارزونې په خاطر نارینه، ښځې او ماشومان یو له بله جلا شي، له دې کبله خلک اندېښمن وو او وېرېدل چې که له خپلو کورنیو بېل شي بیا به یو بل نشي پيداکولاې. بلاخره، د بدن او سامان د تالاشۍ وروسته خلکو ته اجازه ورکړ شوه چې جرمني ته ننوځي.

Image caption دکډوالو لومړی استوګنځی د جرمني په یوې مغازې کې و چې د سبزي جاتو خرڅولو غرفه ېې د تصویر په یوې برخې کې لیدل کېږي.

موډي له یوې افغاني کورنۍ سره د جرمني شمال لوېديځ ښار دوسلدورف ته سفر وکړ چې له افغانستانه د هغوې د راوتلو نورو علتونو په اړه معلومات پېداکړي.

"هغوې په تېره بیا د هېواد په شمال کې د داعش د خپرېدو له امله له افغانستانه راوتلي وو. د کورنۍ پلار دوه کاله د طالبانو له خوا بندي شوی و او په ۲۰۰۴ کال کې د ناټو ځواکونو راخلاص کړ. او دا چې ولې هغوې جرمني ته تلل: فکر کوم خلک له خپلو هېوادو له وتلو وړاندې ډېر لږ معلومات ترلاسه کوي او زیاتره خلک د امنیت د یو احساس لپاره جرمني ته ځي، دا داسې یوه لاره ده چې ډېر خلک ورباندې تللي دي".

"ما دا ټوله تجربه د خوشبينی نه ډک احساس سره کوله. د سفر په ترڅ کې مې یو بلاګ لیکه چې ’زه یوه کډواله یم’ نومېده، په دې معنا چې کېدای شي زه خپله یو وخت کې کډواله شم. دا چې زه کډواله نه یم یواځینی علت ېې دا دی چې زه په سورېې یا افغانستان کې نه یم زېږېدلې. له سفر نه وروسته مې په انترنیټي بلاګ کې لومړۍ لیکنه تر دې عنوان لاندې وه چې ’زه ولې کډواله نه یم’. په دې لیکنې کې ویل شوي چې، هو زه پر هغه لاره ولاړم، هو ما د کډوالو خواړه وخوړل، هو زه د کډوالو په کمپ کې ویده شوم او د کډوالو په اورګاډو کې مې سفر وکړ او هو د یوې کډوالې په سترګه راته کتل کېدل. خوپه دې ټولو کې زه پوهېدم چې موقتي یم، پوهېدم چې په سختو حالاتو کې یو هوايي ډګرته تلاې شم. په دې ټولې مودې کې مې په جیب کې اروپايي پاسپورټ او یوه کیلي درلوده. پوهېدم چې چېرته بېرته ستنېږم او په یو څو اونیو کې به بیا په خپل بستر کې ویده کېږم.’