اوباما ۵۰ میلیون افریقایانو ته د برېښنا رسولو قانون لاسلیک کړ

اوباما، افریقا ته د برېښنا رسولو طرحې نندارتون ته هم ورغلی و د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما، افریقا ته د برېښنا رسولو طرحې نندارتون ته هم ورغلی و

د امریکا ولسمشر بارک اوباما تر ۲۰۲۰ کال پورې د افریقا د سوېلي صحرا هېوادونو شاوخوا ۵۰ میلیون وګړو ته د برېښنا رسېدو په موخه یوه ابتکاري طرحه لاسلیک کړې ده.

د امریکا په ولسي جرګې او کانګرس کې ''د افریقا لپاره د برېښنا رسولو قانون'' تصویبېدو ټیک دوه کال وخت ونیو.

خو ددغه قانون له مخې د دولتي – خصوصي شراکت له لارې برېښنا ته د لاسرسي حقوقي ملاتړ هم وو.

په افریقا کې نژدې دوه پر درې برخه وګړي پاموړ برېښنا نه لري.

څارونکي وايي، امکان لري تازه قانون به له سپینې ماڼۍ په ۲۰۱۷ کال د اوباما له تګ وروسته د برېښنا رسولو عملیات ډاډمن کړي.

ددغې طرحې یوه موخه دا هم ده چې د افریقا صحرايي سوېلي هېوادونو کې برېښنا ته لاسرسی دوه برابره ډېر شي.

د امریکا مشرانو جرګې کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر اډ رویس ددغه ابتکار ملاتړی و، چې وايي: ''دغه قانون د افریقا میلیونونو وګړو په ژوند کې بدلون راولي''.

هغه د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دغه قانون د ارزانه برېښنا لپاره هم لاره هواروي.

د مکینزي مشورې شرکت اټکل کوي چې د افریقا ټولې قارې ته به د برېښنا رسول تر ۲۰۳۰ کال پورې ۸۳۵ میلیارد ډالر لګښت ولري.

د انځور حقوق AFP
Image caption په لاګوس کې د برېښنا د بیې ډېرېدو پرضد اعتراض - په نایجریا کې ډېری خلک لاهم له جنراتور نه د برېښنا ترلاسه کولو ته مخه کوي

د امریکا پر دولت سربېره، افریقايي دولتونه، پراختیايي شریکان او خصوصي سکتور هم د افریقا د برېښنا رسولو پروژه کې برخه لري.

د امریکا دولت ژمنه کړې وه، چې ددغې طرحې د ملاتړ لپاره یې ۷ میلیارد ډالر ورکړي دي، خو وايي په دې ګام سره به د نورو دولتونو او خصوصي شریکانو ژمنې هم ورجذب کړي چې ۴۳ میلیارده نور ډالر چمتو شي.

ورته مطالب