نایجریا: د کډوالو کمپ کې ښځینه ځانمرګو ۵۶ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption برید د خوړو وېشلو پرمهال شوی، چې کډوال په کتارونو کې ورته ولاړ وو

د نایجریا شمال ختیځ کې د بوکو حرام اورپکې ډلې له بریدونو د تښتېدلو بې کوره شویو کډوالو په یوه پنډغالي کې دوو ځانمرګو بریدونو چې دوو ښځو ترسره کړي، لږترلږه ۵۶ کسان وژلي دي.

بریدونه د بورنو ولایت دیکوا پنډغالي د ننه د اوسېدونکو منځ کې د ډوډۍ د وېشلو پرمهال شوي.

ګڼ قربانیان ښځې او ماشومان دي.

بوکو حرام ډله تر ډېره د نایجریا پر پوځ بریدونه کوي.

دغې ډلې له شپږو کلونو راهیسې بغاوت ته دوام ورکړی، چې تر اوسه یې د بریدونو له کبله تر ۲۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او تر دوو میلیونو ډېر کسان له خپلو مېنو کوچېدلي دي.

رپوټونه وايي، دیکوا پنډغالي کې نژدې ۵۰ زره هغه کسان مېشت دي چې له تاوتریخوالي یې ځان ته یوه سرپناه موندلې ده.

که څه هم بریدونه د تېرې سې شنبې په ورځ شوي، خو جزییات یې بیا وروسته خپاره شوي.

یوه سیمه ییز چارواکي بي بي سي ته وویل، د ټپیانو شمېر تر ۶۷ کسانو اوښتی، چې د ګڼو یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption بوکو حرام ډله په ۲۰۰۲ کال پیدا شوه.

په بورنو ولایت کې د بېړنیو حالاتو د ادارې مشر ساتومي احمد وویل، ګهیځ وختي درې ښځې، چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې اغوستي وو، پنډغالي ته ننوتلې دي، دوو یې بریدونه کړي خو درېمې یې وروسته تر هغه ځان تسلیم کړی، چې خبره شوه پنډغالي کې د دې کورنۍ هم شته.

تېر کال د بوکو حرام اورپکې ډلې پرضد نایجریا، کامیرون او چاد ګډ عملیات پیل کړل، او هڅه یې دا وه چې د نایجریا له شمال ختیځو سیمو یې وشړي، خو دغې ډلې هلته 'اسلامي خلافت' اعلان کړ او له 'اسلامي دولت' ډلې سره یې بیعت وکړ.

ورته مطالب