د اماراتو تاریخ کې لومړی ځل د ۸ ښځینه وزیرانو ګومارنه

د انځور حقوق Getty

د دبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر شیخ محمد بن راشد د یوه نوي وزارت د جوړېدو اعلان کړی، چې پربنسټ به یې ۸ نوي وزیران ټاکل کېږي چې پنځه پکې ښځې دي.

دا په اماراتو کې د وزیرانو تر ټولو لوی تعدیل ګڼل کېږي.

د اماراتو خبري اژانس وویل، په حکومت کې ۸ نوي وزیران ټاکل شوي، چې پنځه پکې ښځې دي او متوسط عمرونه یې تر ۳۸ کلونو ډېر نه دي.

د اماراتو د کابینې ټول ټال وزیرانو شمېر ۲۹ دی، چې اته پکې ښځې دي.

په نویو وزارتونو کې د بښنې، راتلونکې، ځوانانو، خوشحالۍ، د هوا د بدلون، د زده کړې او د سکتور پیاوړي کولو وزیران ټاکل شوي دي.

د انځور حقوق
Image caption عهود الرومي د خوشحالۍ وزیره ټاکل شوې ده، چې ترڅنګ یې د لومړي وزیر د شورا د دفتر مشري هم پرغاړه ده.

عهود الرومي د خوشحالۍ وزیره ټاکل شوې ده، چې ترڅنګ یې د لومړي وزیر د شورا د دفتر مشري هم پرغاړه ده.

د انځور حقوق
Image caption نجلا العور بیا د ټولنې د پراختیا وزیره نومول شوې ده.

خو ۲۲ کلنه شمة المرزوعي بیا تر ټولو د کم عمر وزیره ده، چې د ځوانانو د چارو وزارت لپاره ټاکل شوې.

د انځور حقوق
Image caption لبنی القاسمي د بښنې وزیره ټاکل شوې

آغلې المرزوعي د بریتانیا آکسفورډ پوهنتون ماسټري هم لري.

د انځور حقوق
Image caption ۲۲ کلنه شمة المرزوعي بیا تر ټولو د کم عمر وزیره ده، چې د ځوانانو د چارو وزارت لپاره ټاکل شوې.

نورة الکعبي بیا د ملي شورا د چارو وزیره ټاکل شوې. او جمیله سالم المهیري د عام تعلیم د چارو وزیره ده، نجلا العور بیا د ټولنې د پراختیا وزیره نومول شوې ده.

د انځور حقوق
Image caption جمیله سالم المهیري د عام تعلیم د چارو وزیره ده

ورته مطالب