ج کوریا له ش کوریا سره د ګډ صنعتي پارک برېښنا پارچاو کړې

د جنوبي کوریا کارکوونکو ته امر شوی چې یوازې له شخصي توکو سره له پارکه ووځي د انځور حقوق AP
Image caption د جنوبي کوریا کارکوونکو ته امر شوی چې یوازې له شخصي توکو سره له پارکه ووځي

د شمالي کوریا دولت د هغې پرېکړې په غبرګون کې چې د سوېلي کوریا ټول کارکوونکي یې له صنعتي پارکونو ایستلي، د جنوبي کوریا دولت ددغه پارک اوبه او برېښنا غوڅه کړې ده.

د جمعې په ورځ (فبروري ۱۲مه)، د جنوبي کوریا د یووالي وزیر هونګ یونګي پیو وویل، د شمالي کوریا د پرېکړې په غبرګون کې یې له دغه هېواد سره د کایسونګ صنعتي سیمې برېښنا او اوبه پارچاو کړي دي.

ښاغلي هونګ وویل، شمالي کوریا په ناقانونه ډول د جنوبي کوریا د شرکتونو ټول مالونه بند کړي او کارکوونکي یې ایستلي دي.

نوموړي دغه ګام د اندېښنې وړ وباله خو وايي چې شمالي کوریا باید ددغه ګام اخیستو د پایلو مسؤولیت پرغاړه واخلي.

تېره ورځ، شمالي کوریا اعلان وکړ چې د کایسونګ صنعتي پارک یې په بشپړ ډول بند کړی او اوس یې د پوځ تر کنټرول لاندې دی.

په دغه پارک کې د جنوبي کوریا نژدې دوه سوه او اتیا کاروونکو کار کاوه چې شمالي کوریا ټول وایستل، او یوازې د شخصي کالیو اخیستلو اجازه ورکړل شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption په کایسونګ کې د جنوبي کوریا شرکتونو زرګونو کسانو ته کار پیدا کړی و.

شمالي کوریا وايي ددغه پارک د بندولو او د جنوبي کوریا د وګړو د ایستلو پرېکړه یې د ''جنوبي کوریا د دوښمنانه اقدام'' په غبرګون کې کړې ده.

په تېره چارشنبې، جنوبي کوریا وویل، په کایسونک پارک کې یې د یوسل او څلورویشتو شرکتونو فعالیتونه په ''موقت'' ډول ځنډولي دي.

وړاندې، شمالي کوریا ددې ګام په غبرګون کې د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ د بېړنیو اړیکو د تیلیفون لیکه غوڅه کړې وه.

کایسونک صنعتي پارک په ۲۰۰۴ کال په سیمه کې په همدې نامه په شمالي کوریا کې کار پیل کړ.

ددغه پارک جوړېدل د دواړو کوریاګانو له ناپوځي سیمې نژدې لس کیلومتره لیرې پروت دی.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب