په سوریه کې د اوربند تړون لاسلیک شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ‌له ښاغلي کېري سره څنګ ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استاری ستیفن دي مېستورا هم حاضر وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وايي، د سوریې د ملاتړ ډلې ټولو غړو د یوې اونۍ د ننه د اوربند پر هوکړې سلا کړې ده، چې په لړ کې به یې تر ممکن حد پورې ژر د ژنیوا خبرې بیا پیلېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند ویلي، د شخړو درېدل یوازې هغه مهال پای ته رسېدای شي چې روسیه خپل بریدونه ودروي.

د سوریې د ملاتړ نړیوالې ډلې هېوادو هوډ کړی چې په یوه اوونۍ کې په ټوله سوریه کې د جګړې د درولو موخه ترلاسه کړي.

دوی په سوریه کې د بشري ناورین د سمولو لپاره پر یو لړ ګامونو هم سره سلا شوي دي.

دا موخې د مونشن په یوه خبري کنفرانس کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له خوا اعلان شوې:

''لومړی، موږ پر دې سره هوکړه وکړه چې ژر تر ژره دې د بشري مرستو د رسولو چاره پیل شي. دا کار به همدا اونۍ پيلېږي. لومړی هغو سیمو ته چې خلک ورته سخته اړتیا لري، او بیا د هېواد نورو ټولو برخو ته، په ځانګړې توګه هغو سیمو ته چې محاصره دي. دویم، موږ پر دې هم سره هوکړه وکړه چې په ټول هېواد کې به تاوتریخوالي ته د پای ټکی ږدو.

دا کار به په یوه اوونۍ کې پيل شي. پوهېږو چې دومره اسانه به نه وي، خو ټولو ژمنه کړې چې ژر تر ژره به دا هدف ترلاسه کوو. دا اوربند له ټولو ښکېلو ډلو سره کېږي. خو د ''اسلامي دولت'' ډلې، ''النصره جبهې'' او نور هغو ډلو سره نه کېږي چې د امنیت شورا یې د ترهګرو ډلو په توګه پېژني. ''

د انځور حقوق AFP
Image caption د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند ویلي، شوی تړون یوازې هغه وخت څه بریالی کېدلی شي چې په سوریه کې واکمن رژیم او ملاتړي یې خپل چلند بدل کړي.

‌له ښاغلي کېري سره څنګ ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سيرګي لاوروف او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استاری ستیفن دي مېستورا هم حاضر وو.

ښاغلي لاوروف وویل دا لومړی ځل دی چې د سوريې کړکېچ د پوځي اړخ ترڅنګ د بشري اړخ د همغاړي کولو پر اړتیا هم موافقه وشوه:

''په دې سند کې په لومړي ځل ټینګار شوی دی چې په سوریه کې د سیاسي او بشري هلو ځلو ترڅنګ، په پوځي چارو کې دې هم د ښکېلو هېوادونو ترمنځ همغږي موجوده وي. دا زموږ په تګلاره کې یو نوی بدلون دی، او موږ یې هرکلی کوو.

دا هم منل شوې چې باید د امنیت د شورا پر قراردادونو دې عمل وشي. دا قراردادونه غوښتنه کوي چې له نورو هېوادونو باید سوریې ته ترهګرو ور ونه لېږل شي، او د تېلو ناقانونه کاروبار دې هم بند شي.''

د انځور حقوق

د سوریې د ملاتړ نړیواله ډله وايي د بشري مرستو رسول باید سم لاسي پیل شي، او د ملګرو ملتو یوه ځانګړې ګمارل شوې ډله به کتنې پیل کړي چې ډاډ تر لاسه کړي په جګړه ښکېل ټول اړخونه د بشري مرستو رسولو ته لار ورکړي.

غبرګونونه:

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له خبري کانفرانس وروسته، په سوریه کې د اپوزیسیون ډلې یوه ویاند د شوي تړون هرکلی وکړ.

د انځور حقوق AFP

سلیم المسلط خبریالانو ته وویل، که پر دې تړون عمل وشي نو اپوزیسیون ډلې به ډېر ژر په ژنیوا کې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

خو بل لور ته د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند ویلي، شوی تړون یوازې هغه وخت څه بریالی کېدلی شي چې په سوریه کې واکمن رژیم او ملاتړي یې خپل چلند بدل کړي.

نوموړي پر روسیې تور ولګاوه چې په دوامداره توګه پر منځلارو اپوزیسیون ډلو او ولسي وګړو بمبار کوي، او که دا بمبار بند نه شي نو شوی تړون هېڅ ګټه نه لري.

ورته مطالب