۳۰ کاله وروسته د تري تم شوي کاناډايي ذهن کار کړی

لیتولیپ
Image caption په شمالي امریکا کې د ورکو شویو کسانو شبکې ویلي، د لیتولیپ ذهن د ۱۲ کلن ماشوم په څېر دی.

یو کاناډايی وګړی له خپلې کورنۍ تر ۳۰ کلنې نادرکۍ وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږي. دغه سړی ایدګار لیتولیپ نومېږي. له نن ۳۰ کاله وړاندې کله چې ۲۱ کلن و، د کاناډا له انتاریو نومي سیمې څخه له یوه مرستونه نادرکه شوی و.

پولیسو ویلي، ایدګار هغه مهال د سر په برخه کې ضربه لیدلې وه او خپله حافظه یې له لاسه ور کړې وه. خو په دې وروستیو کې یې حافظې بیرته کار پیل کړی دی.

کیسه داسې وه چې ایدګار تر خپلې حافظې بایلنې وروسته د کاناډا په نیاګارا سیمه کې د درې لسیزو لپاره په بل نامه او مشخصاتو ژوند کاوه.

د نوموړي په اړه د ټولنیزو خدمتونو یوه کارکوونکي خبر ورکړ، همدا وو چې د ایدګار د نوم په اړه څېړنه پیل شوه او چارواکي یې په لټه کې وو.

د نوموړي د ډي اېن د هغه هویت پیدا کړ.

د کاناډا (سټار) ورځپاڼې د نیاګارا سیمې د پولیسو د افسر فیلیپ ګافین له خولې ویلي چې ''۱۸ کاله مې پولیسي کړې ده، خو تر اوسه مې داسې پېښه نه ده لیدلې، مګر پر تلوېزیون مې وکتله. له شک پرته دا یوه کمسارې پېښه ده''.

د ایدګار مور سیفویا ویلسن ''ریکارډ'' ورځپاڼې ته ویلي، له ۱۹۸۶ کال راهیسې یې خپل زوی نه دی لیدلی، خو په دې خبر سره یې ''زړه باغ باغ شو''.

په شمالي امریکا کې د ورکو شویو کسانو شبکې ویلي، د لیتولیپ ذهن د ۱۲ کلن ماشوم په څېر دی.