"د هوا ککړتيا هر کال په نړيواله کچه له پنځو ميليونو ډېر کسان وژني"

نوې پلټنې ښيي چې په نړيواله کچه هر کال شاوخوا ۵ نيم ميليونه کسان د هوا ککړتيا وژني.

د دغو وژنو نيمايي وګړي په هند او پاکستان کې دي چې صنعتي ودې هوا خورا ککړه کړې ده.

پلټنوکو او چاپېريال ساتونکو له هند او چينه غوښتي چې داسې نوې ټکنالوژي وکاروي چې هوا دومره ککړه نه کړي.

دې څیړنې موندلې چې ډېری کسان په هغو هېوادونو کې مري چې اقتصادونه یې مخ پر وده دي لکه چین او هندوستان.

د هوا د ککړتیا لاملونه تر ډېره برېښنا کوټونه، فابریکې، د موټرو لوګي، د سکرو او لرګیو سوځول په ګوته شوي دي.

ساینسپوهانو ویلي په ورځ کې باید د هوا ککړتیا له ۲۵ نه تر ۳۵ مایکرو ګرامه پورې وي خو په بیجینګ او ډیلي کې دا کچه ۳۰۰ مایکرو ګرامو ته رسېږي ځکه نو د دوی په باور په دغسې ککړه هوا کې ساه اخیستل د زړه، مغزي سکتې، تنفسي ناروغیو او ان سرطان خطر ډېروي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو لسیزو کې ځینو هېوادونو وار دمخه د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات کړي خو مخ په ودې هېوادونو کې همدا ککړه هوا ده چې هر کال ګڼ شمېر کسان وژني.

د شوې څېړنې له مخې له ککړې هوا نه د مړینو کچه له خوار ځواکۍ، چاغښت، ناخوندي جنسي اړیکو او نشه يي توکو د کارولو له امله د مړه کېدونکو کسانو له شمېر نه لوړه ده.

تر سره شوې څیړنه وايي په ۲۰۱۳ کال کې په هندوستان کې یو اعشاریه درې ميلیونه وګړي او په چین کې یو اعشاریه شپږ ميلیونه وګړي د ککړې هوا له امله مړه شوي دي.

د انځور حقوق Getty

د څېړنې په رپوټ کې ویل شوی چې که څه هم په هر هېواد کې د هوا د ککړتیا لاملونه له بل هېواد سره توپیر لري خو په چین کې د سکرو د ځوسولو له امله هوا ککړه شوې او په هند کې یې لامل د پخلي او کورونو د تودولو لپاره د لرګیو، سپیاکو او فصلونو د پاتې شونو سوځول دی.

څېړونکو په هندوستان کې اقتصادي ودې ته په کتو خبرداری ورکړی چې کېدای شي په راتلوونکې کې د هند هوا نوره هم ککړه شي.

هغو ساینسپوهانو چې په دې څېړنې کې یې ونډه لرلې وايي ځینې هېوادونه باید په چټکې ډېر څه ترسره کړي او د خپلو وګړو لپاره ککړه هوا پاکه کړي.