اسرائیلو پنځه 'فلسطیني برید کوونکي' وژلي

د انځور حقوق EPA

اسرائیلي ځواکونو په لوېدیځه تراډه کې وروسته تر هغه د درو ماشومانو په ګډون پنځه فلسطینیان په ډزو ووژل، چې په وینا یې پر اسرائیلي پوځیانو یې د برید هڅه کړې وه.

په پېښه کې یوه فلسطینۍ نجلۍ هم سخته ټپي شوې ده.

په یاده شخړه کې هېڅ کوم اسرائیلي ته زیان نه دی اوښتی.

له تېر اکتوبر میاشتې راهیسې پر اسرائیلو او د اسرائیلو له خوا پر فلسطینیانو د بریدونو لړۍ پیل شوې ده، چې تر اوسه تر ۱۶۰ ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي، خو اسرائیل ادعا کوي چې ډېری وژل شوي فلسطینیان برید کوونکي دي.

په دا ډول بریدونو کې ۲۶ اسرائیلیان وژل شوي.

اسرائیلي پوځ وايي، د یکشنبې په ورځ، په یوه بله پېښه کې د لوېدیځې تراډې شمالي جنین ښار کې پر تېرېدونکو اسرائیلي موټرو تیږې ویشتلې دي دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا کوي، کله چې سیمې ته د ګزمې ګاډي ورسېدل، یوه ماشوم پرې اور اچوونکی لاسي بم ورخوشی کړ، چې په وینا یې دوه کسان پکې ووژل شول، چې عمرونه یې ۱۵ کاله وو.

بیا وروسته، یوه اسرائیلي پوځ یو فلسطینی وواژه، چې د اسرائیلو د ادعا له مخې یې قدس ته پر لاره د تلاشۍ په ځای کې د یوه اسرائیلي پوځ په چړو وهلو هوډ درلود.

رپوټونه وايي، بیت لحم ته څېرمه یو فلسطیني دا کار کړی، چې عمر یې ۱۷ کاله و.

په یوه بله پېښه کې، دوه فلسطینیان وروسته تر هغه ووژل شول، چې ویل کېږي د لرغوني قدس ښار بهر یې پر اسرائيلي پولیسو برید وکړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption یوه چړه او یوه بټوه، چې ویل کېږي، الخلیل کې د برید په ځای کې موندل شوي

اسرائیلي پولیسو پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ هم په الخلیل ښار کې ډزې کړې دي، چې سخته پکې ټپي شوې ده.

د "معاً" په نامه خبري آژانس ویلي، پر نجلۍ هغه مهال ‎ډزې وشوې، چې له خپلې خور سره له پوځي تلاشۍ نه د تېرېدو په حال کې وه.

سرچینه وايي، اسرائیلي پوځيانو پرې شپږ ډزې وکړې.

ورته مطالب