بې پولي ډاکتران وايي د سوريې پر روغتون بريد "قصدي" و

د انځور حقوق MSF
Image caption د بې پولې ډاکټرانو ټولنې له برید وروسته دا انځور خپور کړی دی

د بې پولې ډاکترانو ټولنه وايي چې د معره نعمان ښار کې پر روغتون بريد کې اووه کسان وژل شوي او اته نور لا درکه دي. همدا ډول دغې ټولنې ويلي چې "دا قصدي بريد و او د بشار اسد ملاتړ ځواکونو يا د سوريې پوځ ترسره کړی دی".

په سوریه کې رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، ددغه هېواد شمال کې پر دوو روغتونونو هوايي بریدونه شوي.

لومړی برید په شمالي 'معرة النعمان' ښار کې پر یوه روغتون شوی، او دویم برید د ترکیې پولې ته څېرمه په عزوز کې پر یوه روغتون برید شوی، چې لږترلږه لس کسان پکې وژل شوي.

یو روغتون د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې اړوند دی.

دغې ټولنې ویلي، د معرة النعمان پر روغتون هوايي برید کې د دوی اته غړي وژل شوي، خو تر اوسه ددغه برید د پړې ګوته چا ته نه ده نیول شوې.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، لږترلږه په دې برید کې نهه کسان وژل شوي، چې ماشومان هم پکې دي، او نهه نور ټپیان دي.

دوی وايي، روسي الوتکې ددغو بریدونو مسؤولې دي.

د سوریې پنځه کلنه جګړه کې تر ۲۵۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

۱۱ میلیون نور ډېر نور د جګړې له کبله له خپلو مېنو تښتېدلي.

''قصدي برید''

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، د دوشنبې پر ګهیځ په 'معرة النعمان' ښار کې د دوی پر یوه روغتون څلور توغندي ویشتل شوي. دا هغه سیمه ده چې د حکومت مخالفان پرې واکمن دي، او له ادلب ښار نه سوېل لوري ته نژدې ۳۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

د انځور حقوق Reuters

سرچینه وايي، دا ۳۰ بستریز روغتون و.

رویټرز خبري آژانس په سوریه کې د خیره ټولنې د یوه پلاوي د مشر مسیمیلیانو ریباودنګو له قوله ویلي ''دا د روغتیايي مؤسسې پر وړاندې یو قصدي برید و''.

دی وايي ''د روغتون ویجاړولو د سیمې ۴۰۰۰۰ وګړي له روغتیايي خدمتونو بې برخې کړل''.

د فبرورۍ پر ۵مه هم، د سوریې سوېلي درعا ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون هوايي برید لږترلږه اته کسان وژلي وو.

په برید کې د روغتون ځینې برخې ویجاړې شوې وې.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب