بحرین څلور امریکايي خبریالان نیولي

انا تیریسا ډې د انځور حقوق Reuters
Image caption له څلورو نیول شویو امریکایانو د انا تیریسا ډې نوم په ډاګه شوی دی.

بحرین څلور امریکايي خبریالان نیولي، چې وايي په هېواد کې یې د ناقانونه فعالانو په لاریونو کې په ناقانونه ډول برخه لرله. په نیول شویو کې یوه مېرمن ده چې نوم یې په ډاګه شوی دی.

له نیول شویو د مېرمن انا تیریسا ډې نوم په ډاګه شوی، خو د درو نورو نومونه نه دي ښودل شوي.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه څلور واړه امریکایان د پلازمېنې منامې په سوېلي شیعه مېشتې ستره سیمه کې، چې د حکومت ضد لاریونونه پکې ډېر وو، نیول شوي.

خبرپاڼه وايي، دغه امریکایان د فبرورۍ پر ۱۱ او ۱۲ نېټو بحرین ته ننوتي دي.

د بحرین د پلازمېنې د پولیسو مشر ویلي، درې نور کسان په ''ستره'' سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

دی وايي، څلور امریکایان، چې ظاهراً د سیاحت په موخه راغلي و، خو له کوم مجوز پرته یې خبري فعالیتونه کول.

د درو نیول شویو امریکایانو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو امریکايي چارواکو ویلي، دوی بحرین کې د څلورو امریکایانو په نیول کېدو خبر دي.

د بحرین امنیتي چارواکي وايي، دغه امریکایان ـ چې یوه پکې نجلۍ (انا تیریسا ډې) نومېږي - څارنوالۍ ته سپارل شوي دي.

بحرین بهرنیو خبریالانو ته د رسمي کار لپاره د ځانګړې وېزې ترلاسه کولو شرط اېښی دی، چې دا کار څو ورځې وخت اخلي.

د انځور حقوق AP

خو امریکايي سیلانیانو بحرین ته له رسېدو وروسته د خبري پوښښ لپاره وېزې ترلاسه کړې دي.

د انځور حقوق Reuters

فرانس پرېس خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي، د بحرین پولیسو د تېرې یکشنبې په ورځ ''ستره'' سیمه کې د لاریونونو پرمهال یو عکاس او درې نور کسان د امنیتي پوستې څنګ ته نیولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرانس پرېس ته ویلي: ''موږ خبر یو چې بحرین کې امریکايي وګړي نیول شوي. موږ یې د ځینو امنیتي ملحوظاتو له کبله د نیول کېدو خبر نه خپروو''.

په بحرین کې فعالان وايي چارواکو په وروستیو کلونو کې ځینو بهرنیو خبریالانو ته د وېزو له ورکولو ډډه کړې ده.

له تېرو څو کلونو راهیسې بحرین د یو لوړ لاریونونو شاهد دی، شیعه ګان وايي حکومت له دوی سره د مېرې چلند کوي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب