د چين موزيم د سکو لوستلو پر سر انعام ټاکلی

د انځور حقوق Jinshi Cultural Relics Bureau

چين کې د يوه موزيم چارواکو په ډيلي کې د ١٣ پېړۍ د جوړو شوو شپږو طلايي سکو باندې د ليکل شوي خط لوستلو لپاره د ١٥ سوه ډالرو انعام اعلان کړى دى.

دا د څو پېړيو پخوانۍ سکې په ١٩٦٠ کال کې د هنان له جنوبي ايالت کې ترلاسه شوې وې.

په کال ١٩٨٠ کې دا سکې د چين جنشي سټي موزيم ته راوړل شوې. له ډېره وخته لرغونپوهان په دې سکو د ليکلي متن د پوهېدو هڅه کوي خو تر دې دمه نه دي بريالي شوي.

اوس د دې موزيم چارواکو اعلان کړى دى "هر څوک چې په دې سکو چاپ شوى متن ولولي دوى به ورته ١٥ سوه ډالر د انعام په توگه ورکوي".

د جنشي ښار د کلتوري توکو د څانګې مشر ويلي، دا سکې په ١٣ ميلادي پېړۍ کې د ډيلي په يو سلطنت کې جوړې شوې دي. دا هغه وخت و چې په ډيلي مسلمانانو واکمني درلوده.

د دې سيکو په يوۀ مخ په عربي ژبه د بادشاه نوم ليکل شوى، خو په بل مخ چې څه ليکل شوي دي په هغې پوهېدل ستونزمن دي.

دا سکې د لومړنۍ درجې کلتوري توکي بلل شوي، د دې مطلب دا شو چې دا د چين د ملي خزانې برخه ده.