'چین پر ناندریز ټاپو توغندي ځای پر ځای کړي دي'

د انځور حقوق Google
Image caption دغه هېوادونه وايي چین پر سیمه د ولکې لپاره مصنوعي ټاپو جوړ کړی او وايي دا د پوځي هدفونو لپاره کارول کېدای شي.

رپوټونه وايي، چینايي چارواکو د چین سمندر له سویلي ناندریزو ټاپوګانو نه پر یوه دافع هوا توغندي ځای پر ځای کړي دي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه ډول خبرونه د لوېدیځو رسنیو له لوري د نویو کېسو رامنځته کولو لپاره خپریږي.

امریکايي فاکس نیوز هغه تصویرونه خپاره کړي، چې د فبرورۍ په ۱۴ اخیستل شوي او پکې پر وو ډي نومي ټاپو ځای پر ځای شوي اته توغندي ویشتونکي او یو راډار سیسټم لیدل کېږي.

چین سره تایوان او ویتنام هم د دغه ټاپو د ملکیت ادعا کوي او دواړو هېوادونو د توغندیو ځای پر ځای کېدل تایید کړي دي.

د تایوان دفاع وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې دغه توغندي کولای شي ملکي او پوځي الوتکې په نښه کړي او وايي دوی دغه چاره له نژدې څاري.

چین د دغه هېواد سویلي سمندر پر اوبو د خپل حق ادعا کوي، خو دغه ادعا یې د فلپین او ویتنام په ګډون د نورو اسیایي هېوادونو له ادعا سره ټکر کې ده.

د انځور حقوق Reuters

دغه هېوادونه وايي چین پر سیمه د ولکې لپاره مصنوعي ټاپو جوړ کړی او وايي دا د پوځي هدفونو لپاره کارول کېدای شي.

چین بیا وايي سمندر کې یې د مصنوعي ټاپو رغونې هدف د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځه کول دي، خو د سیمې هېوادونه یې دغو هڅو ته د پوځي هدفونو په سترګه ګوري.

د تایوان نوې ولسمشرې سای انګ وین، له ټولو لوریو غوښتي چې سیمې کې د سولې او ټیکاو ساتنې لپاره ګډ کار وکړي. د چهارشنبې په ورځ نوموړې وویل:

'' فکر کوم، د چین سمندر سویلي برخه داسې سیمه ده، چې د ټولو پام ورته اوښتی دی، حالات ترینګلي دي، ځکه موږ له ټولو لوریو هیله کوو، چې د سیمې ستونزې هواري لپاره سوله ییزو هڅو ته ژمن پاتې شي.''

نوموړې دا هم ویلي، چې دې لړ کې احتیاط کول تر ټولو مهمه چاره ده.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یوه امریکايي چارواکي له قوله هم ویل شوي، چې چین په دغه سیمه کې توغندي ځای پر ځای کړي دي.

هغو تصویرونو کې، چې امیج سیټ نومي ملکي سټیلایټ اخیستي د ووډي ټاپو شمال کې د توغندیو دوې دستګاوې لیدلې کېږي، چې هره یوه کې څلور توغندي ویشتونکي او دوه کنترول ګاډي شامل دي.

فوکس نیوز د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي له قوله ویلي، چې په ظاهره دا ایچ کیو نهه دافع هوا سیسټم معلومیږي، چې وايي تر دوه سوه کیلومتره پورې هدف په نښه کولای شي.

د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند ویلي، د استخباراتي مسایلو په اړه څه نه شي ویل کېدای، خو په وینا یې امریکا حالات له نژدې څاري.