ترکيه: د "سوريې کوردان" د انقرې د بريد تر شا وو

د انځور حقوق Getty
Image caption د ترکيې په دغه چاودنه کې ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و

د ترکيې ولسمشر وايي داسې شواهد لري چې د سوريې کوردانو (واي پي جي) ډله په پلازمېنه انقره کې د چهارشنبې ورځې د مرګوني بريد ترشاه وه.

رجب طيب اردوګان ويلي له دغو جنګياليو سره د ترکيې کوردانو کارګر ګوند (پي کې کې) مرسته کړې ده. خو (واي پي جي) ډلې په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

همدا ډول ترکي چارواکي وايي د چهارشنبې ورځې پر پوځي کاروان د بريد په تړاو يې ۱۴ کسان نيولي دي.

دغه چاودنه چې د پارلمان له ودانۍ او د ترکیې د پوځ له مرکز سره نژدې د تېرېدونکو پوځي موټرو تر څنګ شوې وه په لسګونو کسان په کې ټپيان شوي هم وو.

وړاندې د ترکيې لومړي وزير احمد داود اوغلو د انقري بريدګر نوم صالح نثار ښودلی و او په وينا يې د (سوري کوردانو د ژغورنې) د ډلې غړی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د ترکيې ولسمشر وايي داسې شواهد لري چې د سوريې کوردانو (واي پي جي) ډله د دغه مرګوني بريد ترشاه وه

د ترکيې د واکمن ګوند يوه وياند دغه بريد يوه "ترهګريزه" کړنه بللې ده.

نوموړی وايي په دغه چاودنه کې د ۲۸ وژل شويو پوځيانو جنازه به وروسته ترسره شي.

بل خوا د ترکيې په شمال ختيځ کې په يوه بله بمي چاودنه کې لږ ترلږه شپږ پوځيان وژل شوي دي.

په وروستيو څو مياشتو کې په ترکيه کې يو شمېر مرګوني بريدونه شوي، يو له هغو يې په استانبول ښار کې و، چې ۱۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

همدا ډول د تېر اکتوبر مياشت په انقره کې د سولې پر لاريون بريد کې ۹۹ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب