عراق چارواکي د غلا شویو رادیو اکتیف موادو لټون کوي

د انځور حقوق THINKSTOCK

عراقي چارواکي د داسې خطرناکو رادیو اکتیف موادو لټون کوي، چې تېر کال له بصرې غلا شوي دي.

داسې اندېښنې شته، چې که دغه مواد د سخت دریځي 'اسلامي دولت' نومي ډلې ګوتو ته ورشي، ښايي هغوی ورنه وسلو جوړولو کې کار واخلي.

بل لور ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي امریکایانو ته معلومه ده، چې تېر کال سویلي ښار بصرې ته نژدې له یوه ځایه رادیو اکتیف مواد غلا شوي وو.

د نوموړي په وینا تر اوسه داسې کومه اشاره نه ده لیدله شوې، چې ګواکې دغه مواد به د کومې سخت دریځې ډلې ګوتو ته ورغلي وي، خو وايي په دې اړه کلک څار کېږي.

عراق پروسږ کال د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته ویلي و، چې لس ګرامه آئریډیم آئیسوتوپ یې ' چې د سرطان درملنه کې ورنه کار اخیستل کېږي ' غلا شوي دي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل، عراقي چارواکو د دغو موادو د بې درکه کېدو په اړه معلومات ورکړي وو، خو وايي د بېرته موندنې په اړه یې هېڅ نه دي ورته ویلي.

د برتانیا رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې دغه مواد بصرې ته څېرمه یوه ځای کې د لیپ ټاپ په کچه یوه کڅوړه کې ساتل شوي وو، چې د نفتو ایستلو یوه امریکايي کمپنۍ ویدر فورډ پکې نفوذ لري.

عراق کې د چاپیریال ساتنې وزارت یوه ویاند دغه خبره منلې، خو وايي دا د ملي امنیت موضوع ده او ډېرې خبرې پرې نه شي کېدای.

بل لور ته ویدر فورډ ویلي، چې دوی د دغې غلا په اړه مسوولیت نه لري:

''موږ نه خو د دغه تونل ملکیت لرو، چې یاد مواد پکې ساتل کېدل، نه هم پرې کوم کنترول لرو او نه یې موږ چارې پر مخ بیایو.''

دغه مواد د تیلو او ګازو د پایپ لاین ارزونې لپاره هم کارول کېږي، چې پکې مواد خراب نه وي.