اولاند: د روسیې او ترکیې ترمنځ د جګړې وېره شته

Image caption فرانسوا اولاند پخپلو خبرو کې ویلي، روسیه باید د سوري ولسمشر بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي، د سوریې د کړکېچ په تړاو د روسیې او ترکیې ترمنځ د جګړې پیلېدو وېره شته.

ښاغلي اولاند د فرانسې له رادیو سره په مرکه کې ویلي، د سوریې په کړکېچ کې د ترکیې ډېره ښکېلتیا د جګړې پیلېدو ته لاره هواروي.

ولسمشر اولاند دا هم ویلي چې د روسیې او ترکیې ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې چې باید د جوړجاړي خبرې یې له سره پیل شي او بمبارۍ ودرول شي.

فرانسوا اولاند پخپلو خبرو کې ویلي، روسیه باید د سوري ولسمشر بشارالاسد له ملاتړه لاس واخلي.

روسیه د سوریې په کړکېچ کې د بشار اسد ملاتړ کوي. د سوریې له مخالفو ډلو سره د حکومت په جګړه کې د روسي الوتکو بریدونو د سوري جنګیالیو د پرمختګ لپاره تر ډېره لاره هواره کړې ده.

په حلب کې د بشار اسد د ځواکونو پرمختګ په تېره بیا له ترکیې سره پر پوله د ترکي دولت اندېښنې راپارولې دي.

ترکیې په وروستیو اونیو کې د سوري کردي ځواکونو ځینې هدفونه په نښه کړل چې وايي دغه کردي جنګیالي به پرې نه ږدي چې د سرحدي سیمو کنټرول ترلاسه کړي.

وړاندې، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردوان سره په تیلېفوني خبرو کې د سوریې شمال کې د سوري پوځ د پرمختګ په اړه اندېښنه ښوولې وه. د ترکیې ولسمشر د سوري کردانو د وسله وال کولو په تړاو پر امریکا نیوکه کړې وه.

اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي.

نوموړي د کردي ''سوري دیموکراتیکو ځواکونو'' پر ډلې غږ کړی، چې د نورو ځایونو له نیولو لاس واخلي.

اوباما له ترکیې نه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او سیمه په توپونو ونه ولي.

ورته مطالب