اوباما ''شمال کې د سوري پوځ پرمختګ اندېښمن کړی''

د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردوان سره په تیلېفوني خبرو کې د سوریې شمال کې د سوري پوځ د پرمختګ په اړه اندېښنه ښوولې ده.

وړاندې، د ترکیې ولسمشر د سوري کردانو د وسله وال کولو په تړاو پر امریکا نیوکه کړې وه.

اوباما د سوریې د هغه پرمختګ د درولو غوښتنه کړې چې د ترکیې اندېښنه ورسره ډېرېږي.

نوموړي د کردي ''سوري دیموکراتیکو ځواکونو'' پر ډلې غږ کړی، چې د نورو ځایونو له نیولو لاس واخلي.

اوباما له ترکیې نه غوښتي چې له زغمه کار واخلي او سیمه په توپونو ونه ولي.

د بشري حقونو د څار ډلې، چې د سوري حکومت مخالفه ده، ویلي، د امریکا په ملاتړ ځواکونو، چې د کردي ولس د ملاتړ کنډکونه هم پکې دي، د جمعې په ورځ د سوریې شمال ختیځ الحسکه ولایت ستراتیژیک الشدادي ښار له ''اسلامي دولت'' ډلې ونیو.

الشدادي ښار د بېرته نیولو بریدونه درې ورځې وړاندې پيل شوي وو، چې د امریکا په هوايي ملاتړ تر ډېره د ''سوریې دیموکراتیک ځواکونه'' پکې ښکېل دي.

د الشدادي ښار نیول په سوریه کې د ''اسلامي دولت'' ډلې له لاسونو نه د مهم رقه ښار له لاسه وتلو کې هم مرسته کولی شي.

رویټرز خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د مشر رامي عبدالرحمن، چې بریتانیا کې مېشت دی، له خولې ویلي، پر الشدادي لاسبري د ''اسلامي دولت'' ډلې لپاره یو ''قوي ګوزار'' دی.

دی وايي، که څه هم دغه ډله په سیمه کې لاهم پر لسګونو کلیو واکمنه ده، خو د ''سوریې دیموکراتیک ځواکونه'' په تېرو ورځو کې پر ګڼو کلیو او کرنیزو ځواکونو واکمن شوي دي.

د ''سوریې دیموکراتیک'' ځواکونو ډله د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د کردي ولس د ملاتړ کنډکونو په منځ کې جوړه شوه، چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ''اسلامي دولت'' ډلې پروړاندې د نړیوال ایتلاف مهم شریک ګڼل کېږي.

Image caption د "اسلامي دولت" ډلې غړي، چې په الشدادي کې د "سوریې دیموکراتیک ځواکونو ډلې" نیولي دي

ورته مطالب