له توکمیز تاوتریخوالي سره د هند پلازمېنه ډیلي کې د اوبو نشتوالي ویره

د انځور حقوق AP
Image caption کیتل نومي سیمه کې د دوو ډلو تر منځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

د هند پلازمېنه ډیلی له هغه وروسته د اوبو له سخت لږوالی سره مخامخ شوی، چې په ګاونډي ایالت هریانه کې د جاټ نومي قبیلې کسانو خونړی توکمیز تاوتریخوالی روان دی.

د ډیلي ځايي چارواکي وايي ښار کې یوازې د یکشنبې تر ګهیځه پورې د اوبو زېرمې شته او دوی د دوشنبې په ورځ د ټولو ښونځیو تړلو امر کړی.

د جاټ قیبیلې احتجاج کونکو موناک نومي کانال الاتو ته زیان اړولی، چې ښار ته د اوبو رسولو یو مهمه وسیله ده.

د یادې قبیلې یو شمېر کسان پر توکمیز بنسټ د دندو وېش اوسني سیسټم سره مخالفت کوي.

دوی وايي دې سره دوی حکومتي دندو او تعلیمي نظام کې له برخې تر لاسه کولو پاتې راغلي.

جاټ توکمه کسان اوس یو لوړ توکم بلل کېږي، خو دوی د ویش په دغه نظام کې هغسې ونډه غواړي، چې د ټیټ پوړ توکم اړوند کسانو ته ورکول کېږي.

هریانه ایالت کې له دې مخکې د جاټ قبیلې له لوري په دولتي دندو د ګومارنې غوښتنې مظاهره تاوتریجنې شوې، چې له کبله یې د وژل شویو کسانو شمېر نهو ته رسېدلی او حکومت په اتو ښارونو کې پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.

د انځور حقوق Anoop Thakur

مرکزي ښار چندي ګړ کې ځايي خبریال سنجې شرما د چارواکو له خولې ویلي، چې د پوځ او بلواګرو تر منځ اخ و ډب کې اووه کسان وژل شوي دي او کیتل نومي سیمه کې د دوو ډلو تر منځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.

له دې مخکې د جمعې په ورځ روهتک سیمه کې د پولیسو ډزو کې یو کس وژل شوی و.

سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د جاټ قبیلې احتجاج کونکو سیمې ته غزیدلي سړکونه تړلي دي او دغه راز یې د اور ګاډي پټلیو ته هم زیان اړولی دی.

دغو احتجاجونو کې، چې له یوې اونۍ راهیسې روان دي، نژدې ۶۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

سره له دې، چې پر تګ راتګ بندیزونه لګیدلي، رپوټونو کې ویل شوي، چې د شنبې په ورځ بلواګر سړکونو ته وتلي وو او یو شمېر سیمو کې یې دولتي، شخصي ودانیو او ګاډو ته اور ورته کړی.

د هند پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې پوځیانو د بلواګرو مخنیوي لپاره ډزې وکړې، چې جایدادونو ته یې اور ورته کاوه او وايي دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د جمعې په ورځ روهتک سیمه کې د توکمیز تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر ګرځیدو راګرځیدو بندیز ولګول شو او وروسته دغه لړۍ اتو نورو ښارونو ته وغځول شوه.

سیمه کې له چورلکو پوځیان ځمکې ته کوز شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ دغه سیمه کې د جاټ قبیلې اړوندو کسانو دولتي ادارو کې د دندو غوښتنې لپاره احتجاج پیل کړ، چې وروسته یې خونړۍ بڼه غوره کړه.

د مرکزي حکومت وزیر سنجیو کومار بالیان له خلکو غوښتي، چې بلوا کې له برخې اخیستو ډډه وکړي او وايي ایالتي حکومت د ستونزې هواري لپاره هلې ځلې کوي.

مرکزي حکومت له ایالتي چارواکو غوښتي، چې د یادې قبیلې له کسانو سره خبرې وکړي.

د جاټ قبیلې یو شمېر کسان اعتراض کوي، چې د ټیټ توکمه کسانو لپاره د ټاکلې برخې له کبله دولتي دندو ته د لاسرسي لړ کې دوی سره انصاف نه کېږي.