هغه هېوادونه چې ډېره وسله پېري

د انځور حقوق epa
Image caption هند په نړيواله کچه تر ټولو ډېره وسله پېرلې ده

هند د هغو لسو هېوادونو د نوملړ په سر کې راځي چې په نړيواله کچه يې تر ټولو زياته وسله پېرلې ده.

پوځي تېنک ټنک، د سټاکهوم د نړيوالې سولې د څېړنو انسټيټوټ په وينا له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې تر ټولو ډېرو وسلو اخيستونکو هېوادونو په نوملړ کې هند لومړی، سعودي دويم او چين درېيم ځای لري.

د ياد شوي انسټيټوت د يوه مشر شننونکي پيټر ويزمين په وينا چين په کور د ننه وسلې جوړولو او له بهره د وسلې پېرودلو سره په خپل پوځي ځواک کې زياتوالی راوستلی دی.

نوموړی وايي د چين ګاونډيو هېوادونه لکه هند، ويتنام او جاپان هم تر يوې کچې خپل پوځي ځواک ډېر کړی دی.

سعودي د ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ کلونو په پرتله، له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو په موده کې ډېره وسله پېرلې ده. په دغه موده کې د متحده عربي اماراتو د وسلې په پېر کې ۳۵ سلنه زياتوالی او د قطر په برخه کې ۲۷۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.

پيټر ويزمين وايي د عربي هېوادونو ټولنه له امريکا او اروپا څخه پېرل شوې وسله په يمن کې کاروي. د تېلو د بيو د لوېدو سربېره په تېرو پنځو کلونو کې منځني ختيځ ته د وسلو لېږد روان دی.

سعودي عربستان خپله ډېری وسله له امريکا څخه پېري، په يمن کې د هوايي بريدونو له امله پر دغه د هېواد نيوکه هم کېږي چې په دغو بريدونو کې ولسي وګړي وژل کېږي.

امریکا په يمن کې د سعودي عربستان د هوايي بريدونو ملاتړ کوي.

ورته مطالب