د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له "القاعدې" سره يو ځاي يمن کې جنګېږي

د انځور حقوق EPA
Image caption د سعودي ايتلاف له تېرو نهو مياشتو يمن کې د ولسمشر عبدربه منصور هادي په پلوی جنګېږي

بي بي سي داسې شواهد موندلي دي چې د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواکونه د القاعدې وسله والو سره يوځاى د حوثي ياغيانو پر ضد جنګيږي.

دا ايتلاف چې د بېلا بېلو عربي هېوادو پوځيان په کې شامل دي د يمن د حکومتي ځواکونو په پلوۍ د ياغيانو پر ضد جنګېږي.

د بي بي سي يو خبريال چې د تعز په ښار کې د جګړې لومړنۍ کرښې ته ورغلى و د عربي اماراتو پوځيان او د القاعدې وسله وال يې يو سنګر کې د حوثي ياغيانو په مقابل کې ليدلي دي.

ويل کېږي د القاعدې ځواکونه له اوږدې مودې راهيسې د يمن په جنوب کې شتون لري.

وړاندې داسې خبرونه ورکړل شوي وو، چې القاعدې د يمن په سويل کې د احور ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستی دی.

د سعودي په مشرۍ ايتلافي ځواکونه له تېرو نهو مياشتو راهيسې د يمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي په پلوی پر حوثي ياغيانو هوايي بريدونه کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په دغه موده کې په ياد شوي هېواد کې شاوخوا ۶ زره کسان د جګړو له امله وژل شوي چې نيم يې ولسي وګړي دي.

ورته مطالب