"اسلامي دولت" له یوه هندو مذهبي مشر سر غوڅ کړی

Image caption بنګله دېش کې د ''اسلامي دولت'' برید خلک وېرولي دي

د "اسلامي دولت" نومې ډلې ویلي، د بنګله دېش په شمال کې یې د یوه هندو جګپوړي مذهبي مشر سر غوڅ کړی او دوه نور عبادت کوونکي یې ټپیان کړي دي.

دغې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د "خلافت سپاهیانو" دا کار کړی دی.

د "اسلامي دولت" ډلې اړوند (اماق) خبري آژانس هم دغه خبر خپور کړی دی.

پر ۴۵ کلن جاګسوار رای دوو کسانو برید کړی، چې تومانچې ورسره وې.

پولیس وايي، پېښه د تېرې یکشنبې په ورځ شوې، او برید کوونکي د ښاغلي رای کور ته، چې په یوه درمسال کې و، ورننوتي دي.

د بنګله دېش حکومت وايي، "اسلامي دولت" ډله په دې هېواد کې فعالیت نه لري، خو په تېر نومبر میاشت کې "جهادي کسانو" وویل، چې دوی د بوګرا ښار په شمال لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه خانقاه برید کړی چې لږترلږه یو کس پکې ووژل شو.

دغې اورپکې ډلې دا هم ویلي، چې په اکتوبر کې، دوی د ډاکې د شیعه ګانو پر یوه زیارت ګرنېټونه ورغورځولي چې یو کس پکې ووژل شو او ۸۰ نور ټپیان شول.

د بنګله دېش پولیس وايي، پر موټر سایکل سپرو برید کوونکو پر هندو مذهبي سړي د هېواد په شمال کې لیرې په چړو برید کړی دی.

په برید کې دوه هغه کسان ټپیان شوي دي چې د یاد مذهبي مشر د ژغورلو هڅه یې کوله.

Image caption تېر اکتوبر کې د بنګله دېش پر شیعه ګانو برید ۸۰ کسان ټپیان کړل

د بنګله دېش یوه چارواکي شفیق الاسلام اې ایف پي خبري آژانس ته ویلي "دغه مذهبي مشر د سهار د لمانځه لپاره چمتووالی نیوه چې برید کوونکو پرې غوټه وهلې ده او د درمسال د ننه یې د هغه د کور په برنډه کې له ده سر غوڅ کړی دی".

د بنګله دېش په شاوخوا ۱۶۰ میلیون وګړو کې شاوخوا ۱۰ سلنه یې هندوان دي، خو ډېری وګړي یې مسلمانان دي.

ورته مطالب