مصري محکمې ۴ کلن ماشوم په عمري بند محکوم کړی

د انځور حقوق AP

مصري مدافع وکیلان وايي، یوې پوځې محکمې تر سلو ډېر تورن کسان په عمري بند محکوم کړ دي، چې په تورنو کې یو څلور کلن ماشوم هم دی.

دا حکم د تېرې سې شنبې په ورځ شوی دی.

پر دغو کسانو تور دی، چې د هېواد په شمالي الفیوم ولایت کې راغونډ شوي وو او د څلورو لاریون کوونکو په وژلو کې یې لاس و.

یوه وکیل فیصل السید بي بي سي ته وویل، د تورنو په لیست کې د یوه داسې ماشوم نوم هم په "تېروتنې" سره راغلی، چې د پېښې پرمهال (۲۰۱۴ مارچ) یې عمر دوه کاله و.

یوه بل وکیل محمود حمدي چې د یوه تورن دفاع کوي، ویلي "ښکاري چې د ماشوم پلار د پوځي محکمې له خوا په عمري بند محکوم شوی وي نه ماشوم". دی وايي، ماشوم نه دی نیول شوی.

وکیلان وايي دوی ته د محاکمې ناستې ته د حاضرېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

خو تر اوسه د مصر پوځي قضاء د وکیلانو پر دغو څرګندونو او یا دا چې د ماشوم نوم په غلطۍ سره د تورنو په لیست کې راغلی، څه نه دي ویلي.

۱۶ تورن د حکم اورولو پرمهال موجود وو، خو پر سلو نورو بیا په غیاب کې د عمري بند حکم شوی، چې یو پکې یاد ماشوم دی.

مخکیني پوځي څارنوال سید هاشم بي بي سي ته وویل، د عام پوځي قانون له مخې، په هېڅ کوم دعوه کې محاکمې ته د هغو ماشومانو حاضرول روا نه دي چې عمرونه یې تر اوو کلونو کم وي.

ورته مطالب