فیسبوک له جزییاتو ډکې نقشې جوړوي

د انځور حقوق Getty

فېسبوک اعلان کړی چې سږکال به له جزئیاتو ډکې نقشې جوړې او خپرې کړي چې وښيي د نړۍ په کومو ځایونو کې خلک ژوند کوي. فېسبوک شبکې د مصنوعي معلومات ټولونې سافتویر کارولی چې د سټلایټونو انځورونه له نظره تېر کړي او هغه سیمې په نښه کړي چې د انسان په لاس جوړ شکلونه پکې شته.

د شبکې مشر انجنیر جې پرخ وايي، دغه ټکنالوژي آن یوه وړه خیمه هم لیدلی شي.

تمه دا ده چې د دغو معلوماتو له ترلاسه کولو سره دغه شبکه پرېکړه وکړی شي چېرې انټرنټ خپرونکې د بې پیلوټه الوتکې په ډول دستګاوې واستوي.

فیسبوک ویلي له دغو معلوماتو په اقتصادي څېړنې او د طبیعي ناورینونو پر مهال د خطر د ارزولو په برخه کې هم کار اخېستل کېدی شي.

د بریتانیا د چتم هاوس د یوې غړې یملي ټېلر په شان ډېر خلک اندېښمن هم دي. دا وايي ''دا کار دې ته ورته دی لکه د خپلو مشتریانو شا چې دې نیولي وي''.

فېسبوک اوسمهال د نړۍ له ځینو ښارونو د باندې انټرنټ ته د لاسرسۍ لپاره، داسې الوتکې استولي چې د لمر په انرژۍ چلېږي او د راډیو د څپو له لارې ځمکې ته انترڼت استوي.

ورته مطالب