چین ولې ښځو ته جوماتونه ځانګړي کړي؟

د انځور حقوق Getty

اسلامي نړۍ پراخه او له تنوع ډکه ده، او بېلابېل قومونه او ملتونه پکې اوسېږي. چین ته اسلام ډېر پخوا رسېدلی، چې د مایکل وډ په وینا، له ډېر پخوا راهیسې ښځو ته ځانګړي جوماتونه جوړ شوي دي.

د چین هینن ولایت ژیړ سمندر ته څېرمه کایفنګ ښار، چې له اوس نه کابو زر کاله وړاندې د سونګ د کورنۍ پخوانۍ پلازمېنه وه – او له نولسمې پېړۍ مخکې د نړۍ له سترو ښارونو ګڼل کېده، هلته به بېلابېل ولسونه او دینونه راغونډ وو.

د سونګ د کورنۍ د واکمنۍ پرمهال، چین ته یهودي ټولنې په اصل کې له فارس او شاید له یمن نه ورغلې وي.

هلته تر ټولو د حیرانتیا وړ خبره د ښځو لپاره ځانګړي جوماتونه دي، چې یوازې ښځې یې امامت کوي.

د انځور حقوق Thinkstock

د ښځو تر ټولو لوی جومات د نارینه وو د لوی جومات ترڅنګ دی، هغه هم په داسې کوڅو کې چې د خوړو شکورونه یو پر بل د پاسه اېښي دي.

هلته ښځینه امامه ګو جینګ فانګ د خپل پلار په لاس سمه روزل شوې ده. پلار یې د نارینه وو د جومات ملا امام دی.

فانګ له کږې وږې کوڅې نه کایفنګ ښار ته ورسره بوتلم، پر لاره له ګاونډیانو سره هر ځای روغبړ ته درېده، له سیمه ییز کېک جوړوونکي یې خپل کېک واخیست، د هغې کوڅې خولې ته ورسېدو، چې د کونفوشیوس د معبد په څېر معماري یې لرله. هلته یوه کوچنۍ دروازه وه، چې په ژیړو ګلانو او نورو سینګارتوکو یې چت سینګار شوی و.

Image caption امامه ګوګینګ فانګ (کیڼ اړخ ته) په وانګجیا آلي جومات کې له لمونځ کوونکو سره

همدا د کایفنګ ښځینه وو لپاره د''وانګجیا آلي'' په نامه لرغونی جومات دی، چې ویل کېږي قدامت یې تر ۱۸۲۰ کال پورې رسېږي. د جومات انګړ د لمانځه لپاره پراخه ځای، جای نمازونه او څوکۍ پکې اېښودل شوې، خو تر ۵۰ ډېر کسان پکې نه ځایېږي. پخپل ټول ژوند کې مې د عبادت داسې ښکلی ځای نه وو لیدلی!.

بهر، د لمر وړانګو ته، مو ځینې لمونځ کوونکې او د دوی امامه ولیده، چې وړاندې دغې امامې په یوه کارخانه کې کار کاوه.

دا د یوې متدینې کورنۍ غړې ده، تر پنځه کلنې زده کړې وروسته یې امامت پیل کړی، خو وايي اصلي دنده یې ښځو ته زده کړه ورکول او د قرآن شریف لوستل دي.

هلته یوه شېبه تم شوو، په خبرو خبرو ګو جینګ فانګ وویل، د ښځو لپاره ځانګړي جوماتونه په عمومي توګه د چین، په تېره بیا د هېنن ولایت له دودونو ګڼل کېږي – په کایفنګ کې ۱۶ جوماته او لسګونه نور جوماتونه یې په شاوخوا کې دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د خنن ولایتپه سانګبو کې نجونو د اسلامي زده کړو پړاو بشپړ کړی دی

په چشنګتشو لوی ښار او نورو کوچنیو ښارونو کې د جوماتونو تر څنګ ځینې کوچنۍ مدرسې هم شته. په یوننن او ځینو شمالي برخو کې ګڼ جوماتونه دي. خو په شینجیانګ کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، دا ډول بل جومات نه شته.

ددغې سیمې مسلمانان لکه د منځنۍ آسیا د مسلمانانو په څېر د سُني مذهب پیروان دي.

خو د ښځینه وو لپاره د ځانګړو جوماتونو جوړولو کیفیت د دیارلسمې پېړۍ وروستیو کې د مینګ کورنۍ له بنسټ سره تړاو لري، کله چې د مسلمانانو یوه ډله تر فشار لاندې راغله. د بهرني مغولي ښکېلاک په غبرګون کې، د مینګ لومړنیو واکمنانو د هغو ولسونو ضد جګړه پیل که، چې د هان له قبیلې څخه نه وو.

همدا وو چې له لږکیو سره دښمني پیل شوه، مسلمانانو ته به ویل کېدل چې پخپلو کې د واده کولو پرځای باید د هان قبیلې له بچیانو سره ودونه وکړي.

Image caption مایکل وډ کایفنګ کې د وانګجیا آلي جومات په انګړ کې

همدا وو چې پنځلسمه زیږدیزه پېړۍ په چین کې د اسلام لپاره ناورین ته ورته وه. خو د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې وضعیت یوڅه ښه شو، او د مسلمانانو ترمنځ نوی کتلوري حرکت پیل شو او هلته د اسلامي تربیې او کلتور نهضت پیل شو.

یوه پېړۍ وروسته، په چین کې مسلمان فیلسوفان د هغو تثقیفي کتابونو په چاپولو وتوانېدل، چې څرنګه یو مسلمان له اسلام او چیني دولت سره په یو وخت کې وفاداره واوسي. همدا وو چې په ټولنیزه کچه نارینه د دین په ساتنې او ترویج کې د ښځې د رول پر اهمیت وپوهېدل.

له همدې کبله، د چین په اسلامي نړۍ کې د ښځې لپاره د ځانګړو جوماتونو جوړېدو دوه ګونی حرکت پیل شو – د ټولنې د ساتنې ضرورت او د ښځې د تعلیم لپاره لېوالتیا.

په کایفنګ کې ګو جینګ فانګ او ملګرې یې باور کوي چې مدرسې لومړی دغې سیمې ته راغلې بیا دغه مدرسې په اتلسمه پېړۍ کې پر جوماتونو اوښتې دي. لاهم هلته تعلیم ستر رول لوبوي، داسې تعلیم چې له ابتدايي زده کړو پیلېږي او آن د کتابونو تر چاپېدو پورې رسېږي.

د انځور حقوق Getty

یوې مېرمنې، چې د یوه جومات په انګړ کې په خبرو بوخته وه، راته وویل: ''کله چې زموږ میندې نجونې وې، د بې وزه مسلمانو ښځو لپاره جوماتونه د تعلیم لپاره یوازېنی ځای و، ښځو دا کار وکړ او ښځو د نورو ښځو ملاتړ وکړ''.

دا زیاتوي: ''د اسلامي نړۍ په ځینو سیمو کې دا کار بند دی، خو دلته موږ باوري یو چې دا ښه کار دی. له ۱۹۴۹ کال راهیسې دلته د ښځو وضعیت ښه شوی دی، لامل یې همدا کار دی''.

یوې مېرمنې بیا د کایفنګ ټولنې د پرمختګ د بهیر په اړه وویل، چې ښځې او نارینه یوځای په ښو تعلیمي پروژو کې کار کوي.

د انځور حقوق AFP

دا وايي: ''چین بدل شوی، دا کارونه د راتلونکې لپاره ښه دي''.

''وروسته، ټول خلک د ښځو لوی جومات ته سره راغونډېدل، او زموږ له خوا به نارینه وو ته دعوت ورکول کېده، او له لیرو ځایونو به خلک راتلل''.

هلته ۳۰ یا ډېرې مېرمنې وې، ځینې یې کم عمره وې او ځینې بیا بوډۍ، ټولو رنګارنګ حجابونه او اوبدل شوي کالي اغوستي وو. له لږ شېبې وروسته ګو جینګ فانګ خپل لاسونه پورته کړل او دعاء یې پیل کړه. بیا جماعت ته پورته شوې او لمونځ یې پیل کړ، هلته کوڅه کې یوازې د امام غږ اورېدل کېده، ما هم پر ځای وویاړل چې هلته یم.

Image caption امامه یونګ هوا چانګ د خنان ولایت چینګیانګ ښار په بیدا جومات کې

بیا ټول سره خواره واره شول، چې نیمايي برخه یې ښځې وې او ګو ګینګ فانګ او ملګرې یې له خپل ژوند راضي ښکارېدې. دوی په خندا او د شخصي انځورونو په اخیستو سره تیت پرک شوې.

په شلمه پېړۍ کې د اوږدمهال لپاره چین په انزوا کې پاتې هېواد و، همدا وو چې د ښځینه وو جوماتونه له هغه رادیکالي اسلام نه لیرې پاتې شول، چې په ۱۹۷۹ کال د ایران له انقلاب وروسته راپورته شو.

او اوس، پخوانی څرخ بیا په چورلېدو شو، دلته په کایفنګ کې د ښځو راغونډېدل لکه د نورې نړۍ په ګڼو برخو کې یو محبوب کار ګڼل کېږي، ډېر وخت نه کېږي چې ایران هم د ښځو لپاره ځانګړي جوماتونه جوړ کړي، برلین، امسټردام، لبنان، بخاری، او آن سودان کې هم ښځې ځاګړي جوماتونه لري.

په وروستیو کې د امریکا لاس انجلیس ایالت په یوه ښځینه جومات کې یوې افریقا الاصله امریکایۍ مسلمانې مېرمنې امامت وکړ. او په بریتانیا کې، په وروستیو کې د برادفورډ مسلمانو ښځو شورا اعلان وکړ چې بریتانیا کې د ښځو لپاره د ځانګړي جومات جوړولو پلان لري.

ګڼ هغه مسلمانان – نارینه او ښځې ، چې ما خبرې ورسره کړې دي – پر دې اند دي چې د اسلام په تاریخ کې دا یو ضروري پړاو او نوښت دی چې هېڅ مسلمان ترې نه شي تښتېدلی. له دې کاره هدف په روحي ژوند کې نوښت راوستل دي، ځکه چې په وانګجیا سیمه کې کوچنی جومات موږ ټولو ته یوڅه را زده کوي.