سویډنی ډاکټر د یوې ښځې تښتولو په تور ۱۰ کاله زنداني شو

د انځور حقوق EPA
Image caption تښتول شوې مېرمن شپږ ورځې په دې تهکاوۍ کې وه

د سویډن یو ډاکټر د یوې ښځې د تښتولو په جرم په لسو کلونو بند محکوم شوی دی.

مارټین پیټر ترینیبورک یوه مېرمن له تښتولو وروسته په تهکاوۍ کې شپږ ورځې بنده ساتلې ده.

نوموړي د یادې ښځې د تښتولو تور منلی، خو دا نه مني چې ګني پر هغې یې جنسي تېری کړی، همدا وو چې له دویم تور نه سپین وخېژول شو.

دغه ډاکټر په تهکاوۍ کې یو ځانګړی ځای جوړ کړی و چې دغه مېرمن د کلونو لپاره د (ګرل فرېنډ) په توګه وساتي.

دغه ۳۸ کلن سړي یاده مېرمن د تېر کال سپتمبر کې استوکهولم کې د کتنې پرمهال تښتولې وه.

تورن د دغې ښځې کور ته تللی او ځان یې امریکایی ورته معرفی کړی، او بیا یې هغې ته د بېهوښۍ یوڅه ورکړي دي.

د څارنوال په وینا، دغه سړي له دوو پلاستیکي ماسکونو په ګټې اخیستو سره، چې یو ماسک یې ږیره هم لري، او بل یې د یوې بودۍ ښځې په شکل دی، د خپل ځان د هویت پټولو هڅه کړې ده.

د انځور حقوق Swedish Police
Image caption تورن د خپل هویت پټولو په موخه له دوو پلاستیکي ماسکونو ګټه اخیستې ده

ترینیبورک باید قرباني شوې مېرمنې ته ۱۸۰ زره سویډني کرون (چې ۲۱ زره ډالر کېږي) ورکړي.

دغه سویډني سړي ته د "فریټزل سویډ" نوم ورکړل شوی، اتریشي جوزیف فریټزل یوه ښځه د ۲۴ کلونو لپاره د کور په یوه داسې تهکاوۍ کې بندي ساتلې وه چې کړکۍ یې نه لرلې.

ورته مطالب