دلیپ کومار ۱۸ کاله وروسته یوه قضیه کې محکمې بې ګناه وباله

Image caption دلیپ کومار نژدې نیمه پېړۍ د هند سینما پر پرده وځلید

د هندي فلمونو وتلی هنرمند دلیپ کومار ' یوسف خان ' په یوه داسې قضیه کې د هند محکمې بې ګناه بللی، چې ۱۸ کاله مخکې ثبت شوې وه.

دا د جعلي بانکي چیک یوه قضیه وه او د پرېکړې پر مهال ۹۴ کلن دلیپ کومار محکمه کې موجود نه و.

د هند این ډي ټي وي په رپوټ کې ویل شوي، چې قضیه د کولکتې ' کلکتې ' د یوه شرکت ' جي کي ایکزم انډیا پرایوټ لمیټیډ ' خلاف وه، چې ۱۹۹۸ کال اوږدو کې یې دلیپ کومار افتخاري مشر و.

له ښاغلي کومار سره د دریو نورو مدیرانو خلاف هم قضیه پیل شوې وه.

محکمې په خپله پرېکړه کې دلیپ کومار او یو بل مدیر بې ګناه بللي او دوه نور مدیران یې پړه بللي دي.

تېره ورځ د دلیپ کومار مېرمن سایره بانو، چې د خپل وخت وتلې فلمي لوبغاړې وه، په یوه ټویټر پیغام کې د نوموړي له مینه والو غوښتي و، چې د هغه ښې روغتیا لپاره دعا وکړي. نوموړې کښلي و:

د انځور حقوق Kabir M Ali
Image caption د دلیپ کومار مېرمن سایره بانو د نوموړي له مینه والو د دعا غوښتنه کړې

'دلیپ له ذهني فشار سره سره هېڅکله له محکمې نه دي غوښتي، چې د پرېکړې نېټه وځنډوي.'

خو نوموړې د قضیې جزیات نه دي په ډاګه کړي.

د سیمټو تولید یوه شرکت له یاد شرکت سره د لسو میلیونو روپیو ګډه پانګونه کړې وه، خو دغه شرکت ته داسې بانکي چیکونه ورکړل شوي وو، چې په حساب کې یې پېسې موجودې نه وې.

د پرېکړې پر مهال قاضي وویل، چې دلیپ کومار د دغه شرکت د ورځنیو چارو مسوول نه و، ځکه له دغه توره سپین بلل کېږي.

دلیپ کومار له دې مخکې هم د جایداد لړ کې له ناندریو سره مخامخ و، خو قضايي پرېکړه یې په حق کې شوې.

دلیپ کومار نژدې نیمه پېړۍ د هند سینما پر پرده وځلید او نژدې ۶۰ فلمونو کې یې رول لوبولی دی.

سایره بانو په ' ګوپي ' ' سګینه ' او ' دنیا ' نومي فلمونو کې له دلیپ کومار سره یو ځای رول لوبولی.