د هندي فلمونو لوبغاړی سنجې دت له زندانه خوشی شوی دی

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی دت له هغو فلمي هنرمندانو بلل کېږي، چې فلمونه یې ډېر عاید لري

د هندي فلمونو مشهور لوبغاړی سنجې دت د هند لوېدیځ کې د پونې له زندانه خوشی شوی دی.

۵۶ کلن دت د وسلو ساتلو په یوه قضیه کې نیول شوی و، چې د ممبۍ ( بمبۍ ) ۱۹۹۳ کال له چاودونو سره تړاو ورکول کېده.

هغو چاودونو کې ۲۵۷ کسان وژل شوي وو او ۷۱۳ نور ټپیان شوي وو.

پر نوموړي تور و، چې ګواکې له بریدګرو یې وسله اخیستې وه، خو وايي د هندوانو او مسلمانانو تر منځ د توکمیز تاوتریخوالي پر مهال یې د کورنۍ خوندیتوب لپاره وسله اړینه وه.

سنجې دت ۲۰۱۳ کال کې د دې لپاره پونې زندان ته لیږدول شوی و، چې د ۵ کلن زندان سزا بشپړه کړي.

خو دا وروستیو کې هغه ته د ښه چلند او یوه رادیويي خپرونې چلولو له کبله د ۱۴۴ ورځو سزا معاف شوې وه.

له پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس سره خبرو کې د پونې یرواډا زندان اداري مشر یو ټي پور ویلي: 'د نوموړي سزا کمولو پرېکړه د زندان له اصولو سره سمه وه او هغه سره د نورو زندانیانو په څېر چلند شوی دی.'

Image caption د هندو پلار او مسلمانې مور زوی سنجې دت وايي وسله یې د کورنۍ خوندیتوب لپاره پېرلې وه

ښاغلی دت له هغو فلمي هنرمندانو بلل کېږي، چې فلمونه یې ډېر عاید لري، نوموړی دغه راز د ' منا بهايي ' فلمي لړۍ کې د یوه داسې مینه ناک بدمعاش رول لوبوي، چې خورا ډېر مینه وال لري.

د هندو پلار او مسلمانې مور زوی سنجې دت وايي ۱۹۹۳ کال کې یې د هندوانو او مسلمانو تر منځ د توکمیز تاوتریخوالي پر مهال وسله د خپلې کورنۍ خوندیتوب لپاره پېرلې وه.

۲۰۰۶ کال کې د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې ۱۰۰ کسان د چاودنو په تور په سزا محکوم کړل، چې پکې ۱۲ د اعدام په سزا محکوم شول او ۲۰ نورو ته د عمري بند سزا ورکړله شوې وه.

دت له مشهورو کسانو یو و، چې اصلاً د مجرمانه دسیسې او وسلې ساتلو په ګډون پرې پنځه تورونه لګیدلي وو.

د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د هند سترې محکمې د نوموړي سزا پر ځای وساتله خو له پخوانۍ سزا نه یې، چې شپږ کاله وه د نوموړي سزا پنځو کلونو ته کمه کړه.