سوريه کې له اوربنده وړاندې روسيې بمباري "تنده "کړې

د انځور حقوق AFP

د راپورونو له مخې د روسيې جنگي الوتکو په سوريې کې د اوربند له پېلېدو څو ساعته وړاندې خپل بريدونه تند کړې دي. روسيې ويلي دي چې د سوريې په ځينو برخو کې "ترورستانو" پرضد خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې د حکومت مخالفوډلې اتحاد ویلي، د سوریې د ازاد پوځ په ګډون شاوخوا سلو یاغي ډلو د اوربند په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دا اوربند به پر ځایی وخت نیمه شپه پيلږي. خو له سوریې رپوټونه وایي، پر نښتو د لنډ مهال بندیز مخکې روسي جنګي الوتکو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو باندې سختې بمبارۍ کړې دي.

فعالان وایي، دا بمبارۍ پر اسلامي دولت نومې ډلې او القاعدې سره تړلې ډلې النصره جبهې نه دي شوي. دا ډلې د اوربند په چوکاټ کې نه راځي.

روسیه وایي، هوایي بریدونه یې یوازې پر ترهګرو ډلو کړي دي . ترکیه ویلي، د جګړو د دوام له امله یې اندېښنه داده چې اوربند به عملي نه شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنځو کالو په جگړې کې له دوه نيم لکو زيات کسان وژل شوي او ميلونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.  

ددې نه وړاندې د امريکا ولسمشر، براک اوباما ويلي و چې د جگړې بندېدل دې پورې اړه لري چې د سوريې د حکومت او روسيې په گډون د جگړې اړخونه خپلې ژمنې عملي کوي که نه.

د پنځو کالو په جگړې کې له دوه نيم لکو زيات کسان وژل شوي او ميلونونه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.