يمن کې د هوايي بريد له امله "۳۰" کسان وژل شوي

د انځور حقوق AFP

عيني شاهدان وايي د يمن پلازمېنې صنعا يوه مارکېټ ته نژدې په "هوايي بريد کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي دي".

د رويټرز خبري اژانس د سيمه ييزو اوسېدونکو له خولې وايي چې "لږ ترلږه ۳۰ کسان" نور په دغه بريد کې ټپيان شوي هم دي چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

تراوسه لا نه ده روښانه چې دغه بريد چا کړی.

د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو د تېر کال مارچ مياشت کې د حوثي ياغيانو پر وړاندې هوايي عمليات پيل کړي وو چې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان په کې وژل شوي دي. بل خوا ويل کېږي ايران د حوثي شيعه ياغيانو ملاتړ کوي.

ويل کېږي د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونو د عملياتو مقصد د يمن د ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته رسول دي چې د حوثي ياغيانو له خوا شړل شوی.

د فرانسې خبري اژانس په وينا دغه بريد د صنعا په شمال ختيځ کې شوی په کوم ځای کې چې د ايتلافي ځواکونه ملاتړي د پلازمېنې پر لوري د پرمختګ په حال کې دي.

د فرانسې خبري اژانس د يوه قبايلي مشر له خولې ويلي "په دغه بريد کې د حوثي ياغيانو درې موټر په نښه شوي وو چې لږ ترلږه ۳۰ حوثي ياغيان او ولسي وګړي په کې وژل شوي دي".

يمن کې د ياغيانو خبري اژانس د "وژل شويو شمېر لوړ ښودلی او وايي په دغه بريد کې ولسي وګړي وژل شوي دي".

روانه مياشت د بشري حقونو د څار ډلې پر ايتلافي ځواکونو تور لګولی و چې په يمن کې امريکايي کلسټر بمونه کاروي. ايتلافي ځواکونو په دې تړاو ويلي وو چې دغه تورونه به وڅېړي او سپيناوی به يې وړاندې وکړي.

ورته مطالب