هند حکومت د کلیوالي اقتصاد ودې لپاره بودیجه ځانګړې کړې

د انځور حقوق EPA
Image caption موږ باید بزګرانو ته د دوی د عاید خوندیتوب احساس ورکړو ارون جیټ لي

هند حکومت د کلیوالي سیمو پرمختګ او کروندو ودې لپاره یوه بودیجه اعلان کړې. مالیې وزیر ارون جیټ لي وايي، دوی داسې پلان لري، چې د کروندګرو عاید په پنځه کلونو مودې کې دوه برابره کړي.

په داسې حال کې، چې د ګاونډي چین اقتصادي وده په نړۍ کې تر ټولو چټکه بلله کېږي، د هند اقتصاد هم په نړۍ کې پام وړ ځای تر لاسه کوي، خو د دغه هېواد اقتصاد د نړیوال بازار سوکه تقاضا او کلیوالو سیمو کې د وچکالۍ له کبله له لوړو ځوړو سره مخامخ دی.

هند کې د اټکل له مخې ویل کېږي، چې ۱۲۰ میلیونه کسان د دغه هېواد په کروندو کې په کار بوخت دي او وزیر جیټ لي له دوی مننه وکړه وايي، دوی د هېواد خوړو خوندیتوب کې د ملا تیر رول لوبولی.

د نوموړي په خبره:

موږ باید بزګرانو ته د عاید خوندیتوب احساس ورکړو. هغه وویل حکومت د کلیو پرمختیا لپاره ۱۲ اعشاریه اووه میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

هند حکومت غواړي د کورني ناخالص تولید کسر په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې داسې حال کې ۳ اعشاریه پنځه سلنې ته ټیټ کړي، چې یو کال مخکې دغه کسر درې اعشاریه نهه سلنې ته رسیده.

۲۰۱۴ کال کې واک ته له رسېدو سره سم لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې، چې کاروباري ودې او پانګه والۍ ته به د لویو پروژو پیلو او مالي اصلاحاتو راوستلو سره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي پر دغه پالیسي یو شمېر مبصرین له دې کبله نیوکې کوي، چې وايي کاروبار ته یې ګټه رسیږي، خو د ټولنیزو او خیر ښېګړې پروژو ته زیان اړوي.

د هند کلیوالي سیمې سختې وچکالۍ ځپلې دي او دا وروستیو سیمه ییزو ټاکنو کې د ښاغلي مودي پلویانو ښمېر په لږیدو ښکاریده.

داسې حال کې چې د لویدیځ بنګال او اترپردېش په څېر کرنیزو ایالتونو کې سږ کال او راتلونکی کال په پام کې ده، سختې ټاکنیزې سیالۍ تر سره شي پر حکومت فشار دی، چې د کلیوال اقتصاد په اړه نظر وښيي.