انګیلا مېرکل: یونان کې ګډوډۍ رامنځته کېدو ته اجازه نه ورکوو

د انځور حقوق AP
Image caption مېرمن مېرکل د کډوالو لپاره د پرانیستو پولو پالیسي دفاع کړې

اروپا ته د ورتلونکو کډوالو پر سر د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو تر منځ اختلافونو سره د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل ویلي، اروپایان به په یونان کې کډوډۍ رامنځته کېدو ته اجازه ورنه کړي.

اتریش، مقدونیا او سربیا پر خپلو خاورو د کډوالو شمېر محدودولو لپاره په خپل سر یو شمېر اقدامات کړي، چې له کبله یې یونان کې ګڼ شمېر کډوال یو ځای شوي دي.

دغو اقداماتو سره د اروپايي اتحادیې تر منځ له پاسپورټه پرته د سفر شینګن نومي سیمې وجود هم له خطر سره مخامخ شوی دی.

دغه زون کې د ۲۶ شته هېوادونو تر منځ د پولو پر سر بندیزونه نه شته. د مېرمن مېرکل په خبره د اتحادیې غړو هېوادونو په یورو زون کې د خپلو هېوادونو پاتې کېدو مبارزه د دې لپاره نه وه کړې، چې وايي اوس یې په سختو شېبو کې یوازې پریږدي.

مېرمن مېرکل په خپل هېواد کې د پلویانو له لږېدو سره هم د کډوالو پر مخ د خپل هېواد پولو پرانیستلوپرېکړې دفاع کړې.

جرمني ته پروسږ کال نژدې یو میلیون کسان د پناه موندلو لپاره ورغلل او له همدې کبله د واکمن اییتلاف تر منځ اختلافونه هم برالا شول.

له جرمن ټلویزیون اې ار ډي سره خبرو کې مېرمن مېرکل د پناه غوښتونکو شمېر لږولو وړاندیز رد کړ او وايي ورسره دویم پلان نه شته. د نوموړې په وینا هېڅکله به دغه تګلاره نه پریږدي. د یونان پر موضوع د خبرو پر مهال نوموړې وویل: '' ایا تاسې فکر کوئ، هغه هېوادونه، چې پروسږ کال یې په یورو زون کې د یونان ساتلو لپاره هلې ځلې وکړې، کولای شي یو کال وروسته یونان ګډوډۍ ته یوازې پریږدي.؟''

یونان اوسمهال هغه مرکزي لاره ده، چې په وسیله یې کډوال او پناه غوښتونکي اروپا ته ننوځي او دغه هېواد د اتریش او نورو هېوادونو له لوري د پولو پر سر د بندیزونو په اړه کلک غبرګون څرګند کړی.

یونان د دغو هېوادونو یوه مهمه غونډه کې د بلنې نه موندلو له کبله له اتریش نه خپل سفیر هم بېرته بللی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption مېرمن مېرکل په خپل هېواد کې د پلویانو له لږېدو سره هم د کډوالو پر مخ د خپل هېواد پولو پرانیستلوپرېکړې دفاع کړې

اروپا کې د کډوالو ستونزې هواري په موخه د ترکیې او اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو تر منځ د مارچ میاشتې په اوومه نېټه یوه غونډه کېږي، چې د همدې میاشتې اوږدو کې به سرمشریزه غونډه هم وشي.

د کډوالو لپاره د اروپايي اتحادیې کمشنرۍ وار له مخه ویلي، چې که دغه غونډه کومه پایله و نه لري، وايي د یو څو اونیو مودې کې د اروپايي هېوادونو د پولو سیسټم له کاره غورځیدای شي. د دیمترس اوراموپولس په خبره له غونډې مخکې باید جوتې پایلې ووینو که نه اروپایان باید د پرانیستو پولو نظام له منځه تلو لپاره چمتو واوسي.

تېر کال اروپا ته نژدې یو میلیون کډوال ننوتل، چې دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دغه ډول لومړی بحران دی.

د سږ کال له پیله تر اوسه اروپا ته نژدې سل زره کډوال ورغلي، چې نژدې ټول تر اوسه پورې یونان کې موجود دي. دغو کډوالو کې ډېری د سوریې له جګړې تښتېدلي کسان دي، خو پکې د عراق او افغانستان خلک هم شته.