پاکستان: د والي سلمان تاثیر وژونکى اعدام شو

د انځور حقوق Reuters
Image caption ممتاز حسین قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه

پاکستان کې چارواکي وايي، هغه پولیس باډي ګارډ یې په دار ځړولی، چې د دغه هېواد د پنجاب ایالت پخوانی والي یې مذهب ته د سپکاوي قانون سره د مخالفت له کبله وژلی و.

ممتاز قادري ۲۰۱۱ کال کې اسلام اباد کې پر سلمان تاثیر ډزې وکړې او ویې واژه.

د دغې وژنې له کبله پاکستان کې هغه مهال ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې، خو یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې.

اوس د نوموړي له اعدام کېدو وروسته امنیتي ځواکونو ته د تیارسئ امر شوی دی.

زندان چارواکي وايي ممتاز قادري پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له ځايي وخت سره سم ګهیځ ۴ بجې او ۳۵ دقیقې د اعدام زندان سزا ورکړله شوه.

د نوموړي له اعدام کېدو څو ساعته وروسته د هغه پلویان سړکونو ته ووتل او د هغه اعدام کېده یې وغندل.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د بلوا ضد ځواکونو په ګډون ګڼ پولیس اسلام اباد کې د نوموړي کور شاوخوا کې ځای پر ځای شوي دي.

Image caption یو شمېر سخت دریځو اسلامپالو ممتاز قادري ته د اتل په سترګه کتل او هغه مهال یې د ده په حق کې مظاهرې وکړې

ممتاز قادري پولیس ځواک کې د کوماندو په توګه روزل شوی و او وروسته د سلمان تاثیر د ساتونکي په توګه وګومارل شو.

د ۲۰۱۱ کال جنورۍ کې نوموړي په رڼا ورځ د اسلام اباد یوه مارکیټ کې پر دغه سیاستوال ډزې وکړې، چې د هماغه کال په پای کې بیا محکمې نوموړی په اعدام محکوم کړ.

نوموړي ادعا وکړه، چې د تاثیر وژل یې مذهبي دنده وه.

د نوموړي قضیې پاکستان کې سختې ناندرۍ راپورته کړې، چې دا وروستیو کلونو کې پکې د سخت دریځو ډلو نفوذ ډېر شوی دی.

مذهبي محافظه کارانو قادري ونازاوه او لومړی ځل محکمې ته د نوموړي وړاندې کېدو پر مهال د هغه پلویانو پر هغه ګلونه وشیندل.

سلمان تاثیر مذهب ته د سپکاوي پر پاکستاني قانون سختې نیوکې کولې او دغه قانون کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کوله.

نوموړي دغه راز د یوې عیسوي مېرمنې اسیه بي بي دفاع کوله، چې 2010 کال کې د دغه قانون له مخې د اعدام په سزا محکومه شوې وه.

مذهب ته سپکاوی پاکستان کې یوه خورا حساسه موضوع ده. پر دغه قانون نیوکه کونکي وايي، چې ډېری مهال له دغه قانون نه د لږکیو ځپلو لپاره ناوړه ګټه اخیستل کېږي.