هغه نجلۍ چې زده کړې لپاره يې واده ته "نه" وویل

بلقیسه چایبو هیله درلوده چې ډاکټره شي، خو کله چې ۱۲ کلنه وه حیرانه شوه چې د تره ځوی ته يې د ناوې په توګه ورکړل شوې ده. پرېکړه ېې وکړه چې خپلو حقونو لپاره به مبارزه کوي، د نوموړې اراده دومره پخه وه چې که دا په دې معنا وي چې خپله کورنۍ محکمې ته بوزي بيا به هم له خپلو حقونو نه په شا کېږي.

بلقیسه وايي:"د مازیګر نژدې ۶ بجې وې چې له ښوونځي نه راغلم، او مور مې راته غږ وکړ".

"یوې ډلې مېلمنو ته يې اشاره وکړه او ويې ویل ’دا هغه څوک دی چې تاسره به واده کوي.’

"فکر مې وکړ چې ټوکې کوي. خو هغې وویل،’ لاړه شه ویښتان دې سم کړه او ويې مینځه.’ نو زه پوه شوم چې هغه جدي ده." د نایجر هېواد دغې ځوانې نجلۍ تل لوړې هیلې درلودې.

هغه وايي: "کله چې زه وړه وم، هیله مې کوله چې ډاکټره شم. د خلکو پالنه وکړم او سپین بالاپوش وا غوندم. خلکو سره مرسته وکړم".

خو د تره له ځوی سره چې د خپل پلار سره له ګاونډۍ نایجریا څخه راغلی و، واده کول به د هغې دا هیلې ناشونې کړي.

"هغوی وویل که له هغه سره واده وکړي نور به زده کړه نشي کولاى. خو زما مینه زده کړه ده. زه غواړم چې زده کړه وکړم. نو زه پوه شوم چې له هغه سره زما اړیکي ښه نتیجه نشي درلودای".

نایجر کې د وړو نجونو واده کول یو دود دی. په نړۍ کې تر ټولو زیات د ماشومانو واده کول په دې هېواد کې کېږي، چې تر یوه حده د سختې خوارۍ او غریبۍ له امله ده.

په نایجر کې د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق استازې، مانیک کلیسکا وايي: "دا موضوع داسې ده: زه ډېر ماشومان لرم، که یو ماشوم واده کړم نو له هغو ماشومانو څخه چې زه ورته خوراک برابروم یو کمېږي".

د بلقیسه چایبو مور او پلار پنځه لوڼې درلودې، نو د هغوې له نظره د تره ځوی سره د لور واده کول له اقتصادي پلوه مناسب ښکاري.

خو په نایجر کې له وخت نه مخکې واده کولو دود یو بل علت دا باور دی چې وايی له واده نه بهر د حامله کېدو خطر کمېږي.

د چایبو مور حدیثه المحمود وايي: "په اوسني وخت کې ماشومان په سمه توګه نه روزل کېږي، که هغوی په کم عمر کې واده نشي، کېدای شي کورنۍ ته شرم راولي".

چایبو په ښوونځي کې خپل سخت کارته دوام ورکړ، د سهار ۳ بجې په پښو زده کړې ته تله، خو کله چې يې عمر زیاتېده د تره ځوی سره يې راتلونکي واده د زده کړې مخه نیوله.

Image caption نایجرکې دوامداره بېوزلي له وخت نه وړاندې ودونو د دود یو علت دی

یوه ورځ کله چې بلقیسه ۱۶ کلنه شوه، د ولور پيسې، صندوقونه او د واده لباسونه را ورسېدل.

بلقیسه وايي: "د بدن دننه مې د درد احساس وکړ، زما زړه يې مات کړ، ځکه چې زه هڅه کوم خپلې هیلې پوره کړم خو دا خلک به زما د پرمختګ مخه ونیسي".

کله چې له ښوونځي نه فارغه شوه ځان ته يې دا جرات ورکړ چې له واده نه ځان خلاص کړي. " و مې ویل ځان به چمتو کړم او و به ګورم چې څرنګه له دې وضعې څخه خلاصېداي شم".

د هغې مور پوهېده چې هغه ولې د واده پر ضد اعتراض کوي، خو د یوې ښځې په توګه په داسې دریځ کې نه وه چې مرسته ورسره وکولاي شي.

نو، بلقیسه خپل پلار ته ورغله، د یوې منځنۍ لارې وړاندیز يې وکړ چې کېداي شي واده وکړي خو خپل میړه به یواځې د رخصتۍ په ورځو کې ګوري تر هغو چې د ښوونځي د بکلوریا شهادت نامه ترلاسه کړي.

Image caption بلقیسه چایبو له خپلې خورسره، وايي زده کړه ېې ډیره خوښېږي

خو د طوارق قبېله، هغه نژادي ډله چې بلقیسه ورسره تړاو لري، داسې یو دود لري چې مشر ورور د خپلو کشرانو ورونو د ماشومانو واک لري.

څرنګه چې د بلقیسې تره- د نامزاد پلار يې- مشر و، نو خپل پلارېې چې کشر و جرات نه کاوه چې د هغه خبره و نه مني، او د واده لپاره چمتو کېدو. بلقیسې له مایوسۍ نه د خپل ښوونځي له مدیر، موموني هارونا څخه مرسته وغوښته.

هغه بلقیسه یوې خيریه موسسې ته ور وپېژندله چې د حقوقي مرستې مرکز نومېږي. دې مرکز د هغې د پلار او تره پر خلاف قانوني ګامونه پورته کړل ځکه چې د هغې د خوښې خلاف يې واده ته اړ کوله.

په محکمې کې، د بلقیسې تره دا تورونه و نه منل، او ادعا يې وکړه چې دا یو ناسم پوهاوى و، او قضیه ختمه شوه.

خو کله چې بلقیسه کور ته ستنه شوه، تره يې د وژنې ګواښ وکړ.

بلقیسه وايي: "هغه وویل که حتی اړتیاوې چې په یوې کڅوړې کې به مې هم اچوي او نایجریاته به مې وړي"

هغه اړ شوه چې د ښځو یو پناه ځای ته پناه یوسي.

هغه وايي: "په لومړۍ شپه مې هلته ښه خوب و نه کړ، خپل مور او پلار په اړه مې ډېر فکر کاوه، په کوم حال کې چې هغوي وو، په تېره بیا چې تره مې په غوسه و. زه پوهېدم چې هغه به يې سپک کړي او و به يې ګواښي، نو ځکه زه نه پوهېدم چې څه وکړم".

که یوه نجلۍ ستره شي کولای شي خپل مېړه غوره کړي. موږ دا کار نشو کولاې. (د بلقیسې مور، حدیثه المحمود)

خو د بندي کېدو د خطر له وېرې، د واده ډله بېرته نایجریا ته ستنه شوه او یوه اوونۍ وروسته بلقیسه چایبو خپل کورته لاړه.

Image caption د ښونځي مدیر، هغه دمشورو ورکولولپاره یوې خیریه موسسې ته معرفي کړه

کالج کې د زده کړې پېلولو په هکله هغه وايی:"کله چې مې د خپل ښوونځي یونیفورم واغوسته... احساس مې وکړ لکه چې نوى ژوند مې تر لاسه کړى وي. لکه چې یو نوی پېل وي".

د دې مور وايي چې هغې او مېړه يې اوس په زوره واده کولو په اړه خپل نظرونه بدل کړي دي.

هغه وايي: "دې کورنۍ کې نور دا کار پاې ته رسېدلی. موږ ورڅخه وېرېږو. کله چې یوه نجلۍ ستره شي خپل مېړه به غوره کوي. موږ ېې نشو کولای."

د هغه پناه ځای چې بلقیسې په کې پناه اخیستې، رییسه مریمه موسی وايي په نایجر کې کورنی تاوتریخوالی یوه جدي ستونزه ده او په زوره واده کول يې یو بنسټیز علت دی.

هغه وايي: "کله چې هغوی مجبوره کړل شي، وروسته يې په کور کې پر لپسې تاوتریخوالی موجود وي او ځوروي يې. فزیکي تاوتریخوالی، روحي تاوتریخوالی... کله چې مېړه يې نور هغه زغملی نشي، حتی د حامله ګۍ یا امیدوارۍ په وخت کې يې وهلى ټکولاي یا له کوره شړلای شي".

Image caption بلقیسه چایبو اوس دخپلې کورنۍ په اړه د مسولیت احساس کوي

بلقیسه پوهېږي اوس چې يې خپله ازادي ترلاسه کړي ورته مهمه ده چې خپلې زده کړې په بریالۍ توګه ترسره کړي او د خپلې کورنۍ قرباني جبیره کړي.

هغه وايي: "پوهېږم چې زما د کورنۍ هیله زما پر اوږو ده. هر څوک پر ما حساب کوي. هرڅوک ماته ګوري."

اوس چې ۱۹ کلنه ده، کمپاین کوي چې نورې نجونې د دې له بېلګې پېروي وکړي او په زوره واده کېدو ته "نه" ووايي. بلقیسه ښوونځیو ته ځي او د دې مسلې په اړه يې د قبيلو مشرانو سره خبرې کړي.

هغې د مېندو د مړینې د کمولو په اړه د ملګرو ملتونو یوې سرمشریزې غوڼډې کې هم وینا کړې، د مېندو مړینې له وخت نه مخکې ودونو سره تړاو لري.

بلقیسه چایبو، زده کوونکې او کمپاین کونکې: "زما مشوره داده چې مبارزه وکړئ- په ټول قوت سره زده کړه وکړئ".

د ملګرو ملتونو د نفوس د صندوق استازې مانیک کلیسکا وايی:’’ له ۱۵ کلنۍ نه وړاندې بدن د ماشوم درلودلو ته چمتو نه وي".

"په نایجر کې د نویو ځوانو تقریبا ۳۴ سلنه مړینې د مېندو مړینې دي، چې دا ستونزه په ګوته کوي.

"د دې نړۍ بلقیس ته مهمه ده چې مقاومت وکړي ځکه دا نورو نجونو ته ښيي چې هغوی هم دا کار کولای شي.

"او هو، موږ د دې کار اغېز ليدلی دی. که یوه نجلۍ "نه" ووايي نورې هم د هغې پر شاوخوا راټولېږي او پوښتنه کوي چې "څه دې وکړل؟ یعنې، ولې دې’ نه’ وویل؟"

بلقیسه چایبو نژدې ده چې ډاکټره شي. هغې خپله نړیواله بکلوریا په بریالیتوب سره ترلاسه کړې او اوس د طب په پوهنځي کې ده.

هغه د ښونځي یوې ډلې نجونو ته وايي چې: "زه نه وایم چې واده مه کوئ، خو د دې کار لپاره مناسب وخت غوره کړئ. زما مشوره دا ده چې مبارزه وکړئ- په خپل ټول قوت سره زده کړه وکړئ. پوهېږم چې زده کړه اسانه نه ده خو باید ځان چمتو کړئ ځکه چې دا زده کړې ستاسو یواځینۍ هیله ده".