د ممتاز قادري جنازه په سوله ايزه ډول ترسره شوه

د انځور حقوق Reuters

د پاکستان د پنجاب ايالت د پخواني والي، سلمان تاثير، وژونکی ممتاز قادري د اسلام اباد په يوه ځايي هديره کې خاورو ته و سپارل شو.

نوموړی پرون دوشنبې (۲۹ فبروري) د پاکستان راولپنډۍ په اډياله زندان کې اعدا م شوی و.

د راپورونو له مخې د ممتاز قادري د جنازې د مراسمو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.

ممتاز قادري د پنجاب ايالت د پوليسو يو سرتېری او د سلمان تاثير ساتونکی و. نوموړي د ۲۰۱۱ کال په جنورۍ مياشت کې سلمان تاثير په اسلام اباد کې په ډزو وژلی و.

قادري ويلي وو، چې سلمان تاثير د اسلام سپکاوي ضد قانون غندلى و او له همدې امله يې وژلی دی. د دغه قانون له مخې پاکستان کې اسلام ته سپکاوی د اعدام سزا لري.

د ممتاز قادري د اعدامېدو له امله د پاکستان په ځينو ښارونو لکه اسلام اباد، راولپنډۍ، لاهور، کراچۍ او ځينو نورو سيمو کې لاريونونه شوي دي.

ممتاز قادري په ۲۰۱۱ کال کې هم د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا دوه ځله په اعدام محکوم شوی و.

ورته مطالب