هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ د سه شنبې ټاکنې وګټلې

هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ چې د دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو د کاندیداتورۍ لپاره هڅه کوي، د سه شنبې ورځې ټاکنو کې په ډېرو ایالتونو کې ګټونکي شول.

آلاباما، جورجیا، تنسي او ویرجینیا د هغو ایالتونو له ډلې دي چې دواړه پکې بریالي شوي دي، خو ښاغلي ټرامپ په ټکساس او اوکلاهاما کې له سناتور ټېډ کروز څخه ماتې خوړلې.

هیلري کلنټن په ارکنزا او ټکساس کې هم بریالۍ شوې او ټرامپ په ماساچوست کې ټاکنې ګټلې دي.

د مېرمن کلنټن رقیب برني سېنډرز په خپل ایالت، ورمانټ او همداراز اوکلاهاما کې بریالی شوی. د دموکرات ګوند یواځني کاندیدان همداراز په ماساچوست ایالت کې اوږه په اوږه مخته ځي.

د سه شنبې پایلې تردې دمه:
  • ډونالډ ټرمپ (جمهوري غوښتونکی): آلاباما، جورجیا، ماساچوست، تنسي، ویرجینیا، ارکنزا
  • ټېډ کروز (جمهوري غوښتونکی): ټکساس، اوکلاهاما
  • مارکو روبیو (جمهوري غوښتونکی): مینه سوتا
  • هیلري کلنټن (دموکرات): آلاباما، جورجیا، تنسي، ویرجینیا، ارکنزا، ټکساس، ماساچوست
  • برني سېنډرز (دموکرات): ورمانټ، اوکلاهاما، مینه سوتا

وړاندې هم تمه کېده نیویارکی پانګوال او د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کاندید ډونالډ ټرامپ او دموکراته کاندیده هیلري کلنټن په دغه ورځ ښه وځلېږي.

تردې وړاندې څلورو ایالتونو کې رایه اخستنه شوې وه او دې دواړو هریوه په درې ایالتونو کې ټاکنې وګټلې.

لومړنۍ رایه اچونه د سه شنبې په ورځ ویرجینیا کې په سیمه ییز وخت سهار ۶ بجې پیل شوه.

په امریکا کې سراسري ټاکنې د نومبر په ۸ مه ترسره کېږي ترڅو ددې هېواد د دموکرات ولسمشر باراک اوباما ځایناستی وټاکي.

ښاغلی ټرامپ چې د ۱۱ ایالتونو په نظرپوښتنو کې مخکې دی، د سه شنبې په ورځ په اوهایو کې په یوه غونډه کې پر هيلري کلنټن د نیوکې په ترڅ کې وویل چې "هغه د ولسمشر کېدو لپاره لازم قوت نه لري."

ښاغلي ټرامپ له خپلې توندې او جنجالي وینا سره د جمهوري غوښتونکي ګوند دننه درزونه پیدا کړي دي.

د دوشنبې په ورځ د نبراسکا ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور بنساس وویل چې هغه به له ډونالډ ټرمپ نه ملاتړ ونه کړي.

هغه وویل، له اوسنیو شرایطو "ناهیلی او غمجن" دی او په لومړني پړاو کې د ټرامپ د بریالیتوب په صورت کې به د درېیمې غوراوي په لټه کې شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له وړاندې تمه کېده چې هیلري کلنټن به د سه شنبې ورځې ټاکنو کې ښې پایلې ترلاسه کړي.

سناتور ټډ کروز، سناتور مارکو روبیو، متقاعد جراح بن کارسون او د اوهایو والي جان کیسیک په لومړني پړاو کې د ښاغلي ټرامپ پاتې رقیبان دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د مېرمن کلنټن سیال برني سنډرز به په خپل ایالت ورمانټ کې ګټونکی شي.

سناتور کروز د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې چې په خپل ایالت ټکساس کې یې رایه ورکوله وویل: "که نه غواړئ چې ډونالډ ټرمپ د ګوند کاندید شي، که نه غواړئ چې هیلري کلنټن ټاکنې وګټي، له تاسو غواړم چې نن زموږ ترڅنګ ودرېږئ."

مارکو روبیو چې په رایه اخستنو کې یې تردې دمه په ټوله کې ښه ځلېدلی – په دوو ایالتونو کې دویم مقام – په خپل ایالت فلوریډا کې یې په ټاکنو کې په خپل بریالیتوب شرط تړلی دی.

ښاغلي ټرامپ په دې اونۍ کې د توکمپالې ډلې لوی کوکلوکس د نه غندنې له امله تر نیوکې لاندې راغلی. دا وروسته له هغه وو چې ددې ډلې مشر ډېوېډ ډوک له ډونالډ ټرامپ نه ملاتړ وکړ.

ښاغلي ټرامپ د یکشنبې په ورځ له سي ان ان سره مرکه کې وویل: "زه د ډېوېډ ډوک په اړه معلومات نه لرم."

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي ټرامپ د سه شنبې په ورځ پر کلېنټن نیوکه وکړه.
د انځور حقوق AP
Image caption ټډ کروز له رای ورکوونکو وغوښتل چې که نه غواړي ټرامپ کاندید شي، نو ده ته دې رایه ورکړي.

د نوموړي لخوا د ډېوېډ ډوک نه غندلو، د ټرامپ د سیالانو نیوکې له ځانه سره لرلې.

سناتور کروز وویل، دا پېښه "په رښتیا غمناکه" ده او "ټول باید د نظر یووالی ولري چې توکم پالنه ناسم کار دی او لوی کوکولکس یوه ویروونکې ډله ده."

سناتور روبیو هم په ویرجینا کې په یوه غونډه کې وویل، د ډېوېډ دوک له غندلو د ټرامپ ډډه کول "هغه د نه ټاکلو وړ" کوي.

هغه خپلو پلویانو ته وویل: "موږ نشو کولی داسې ګوند واوسو چې د سپین پوستو او د لویانو کوکلوکس توکم پالونکو له غندلو ډډه وکړو."

د دوشنبې په ورځ یو شمېر اعتراض کوونکي د ویرجینیا په رادفورډ کې د ښاغلي ټرامپ په یوه ټاکنیز کمپاین کې راڅرګند شول.

ښاغلي ټرامپ د سه شنبې په روځ وویل، هغه وړاندې په څو مواردو کې له ډېوېډ دوک نه ځان لرې کړی او له هغه سره اړیکې یې رد کړې دي.

د سه شنبې په ورځ هیلري کلنټن په مینه سوتا کې د رقیب ګوند جمهوري غوښتونکي کاندیدان تورن کړل چې "نورو ته سپکاوی یې د خپلو ټاکنیزو منډو تړو بنسټ ګرځولی. لکه چې غواړي نورو ته په سپکاوي یو له بله مخکې شي."

د انځور حقوق Reuters
Image caption سناتور مارکو روبیو هم پر ټرامپ تندې نیوکې کړې دي.

ورته مطالب