د نقل مخنيوي لپاره د امتحان په برخه والو د جامو ويستل

د انځور حقوق

د هند په بهار ايالت کې په زرګونو ځوانان په پوځ کې د داخېلېدو ازموينې په ترڅ کې دې ته اړ ايستل شوي چې خپل کالي وباسي.

د بهار ايالت په مظفرپور کې د پوځ لپاره امتحان کې د نقل د مخنيوي لپاره دغه کار شوی دی او د دې ازموينې يو پوځي څارونکی وايي چې د ازموينې ورکوونکو په تلاشۍ وخت ضايع کېږي نو له دې امله دوی دغه لاره غوره کړې وه.

په پوځ کې د شامېلېدو لپاره په زرګونو ځوانان چې کله د ازموينې ځای ته ورسېدل نو لارښوونه ورته وشوه چې له نېکر پرته ټول کالي وباسي.

په تصويرونو کې ښکاري چې په زرګونو کسان د ازموينې په ډګر کې پرته له کاليو پر ځمکه ناست دي.

يو ازموينې ورکوونکي، انډين ايکسپرېس ورځپاڼې ته ويلي چې "د ازموينې اخيستو دغه لاره د عزت لپاره ښه نه وه خو د نقل د مخنيوي لپاره له دې پرته بله چاره نه وه".

د چارواکو په وينا د بهار په مظفرپور کې ۱۱۵۹ ځوانانو په دغه يو ساعته ازموينه کې برخه اخيستې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption تېر کال د هندوستان يوه ښوونځي کې د نقل ورکولو لپاره لوى شمېر کسان د يوه ښوونځي په ديوالونو ورختلي و.

يو بل ازموينې ورکوونکی انډين ايکسپرېیس ته ویلي، "کله چې د ازموينې ځای ته ننوتو، موږ ته وويل شول چې له نېکر پرته ټول کالي وباسو، موږ ته دا عجيبه ښکار شوه خو د چارواکو د راضي کولو لپاره موږ سره له دې پرته بله لار نه وه".

نوموړي ويلي چې د هر ازموينې ورکوونکي څلورو خواوو ته ۲ متره واټن و.

پوه لوړپوړي پوځي چارواکي له ځوانانو د کاليو ايستل د "چارواکو کمزوري" بللې ده.

د بهار سربېره ځينې نورې سيمې په ازموينو کې د نقل کولو له امله مشهورې دي. تېر کال په رسنيو د يوې ازموينې تصويرونه خپاره شوي وو چې ازموينې ورکوونکو د کورنيو غړي او ملګري د نقل ورکولو لپاره پر کړکيو ختلي وو.

په جنورۍ مياشت کې حکومت د نقل د مخنيوي لپاره د سختو او کوټلو ګامونو د اخيستو اعلان هم کړی و.