یونان کې د کډوالو کړکېچ قابو کولو لپاره د اروپایي ټولنې مرسته

د انځور حقوق Getty

اروپایي ټولنه په پام کې لري چې په یونان کې د کډوالو کړکېچ سره د مقابلې لپاره سلګونه میلیونه ډالر د اروپایي مرسته کوونکو سازمانونو په واک کې ورکړي.

ددې طرحې له مخې چې ټاکل شوې نن (مارچ دویمه) تصویب شي، د اروپایي ټولنې مرستې کولی شي هغسې چې له دې ټولنې بهر په کړکېچ ځپلو سیمو کې لګول کېږي، د اروپا دننه هم ترې ګټه پورته شي.

ددې طرحې له مخې به د اروپا کمیسیون تصویب کړي چې د ټولنې له غړو سره د مستقیمې مرستې پرځای، د لومړي ځل لپاره اروپایي مرسته رسوونکي بنسټونه د مالي مرستو نیغ په نېغه کارولو سره، له ملګرو ملتونو او اروپا کې نورو خیریه ټولنو سره همکاري وکړي.

د اروپایي ټولنې چارواکو ویلي، په پام کې لري چې د کډوالو ستونزې د حل لپاره هرکال ۳۰۰ میلیونه یورو له هر هېواد سره مرسته وکړي. ددې مرستو لوړه کچه به په درېیو کلونو کې ۷۰۰ میلیون ډالره وي.

د بي بي سي خبریال کرېس موریس وایي، که ان دا مرستې په چټکۍ وشي، اروپایي ټولنه لا هم اړ ده د کډوالو د نوې څپې په اړه له ترکیې سره همکاري وکړي.

د انځور حقوق AFP

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په یونان کې د کډوالو د ډېروالي له امله، انساني ناورین رامنځته کېدونکی دی.

زرګونه پناه غوښتونکي چې غواړي د اروپا شمالي هېوادونو ته ځان ورسوي، د یونان او مقدونیې په پولو کې سرګردان دي.

یونان په دې هېواد کې شته ۱۰۰ زره کډوالو سره د مرستې لپاره، د ۵۰۰ میلیونه یورو غوښتنه کړې ده.

نږدې ۲۴ زره کډوال په یونان کې د اوسېدو ځای ته اړتیا لري او ۸ زره نور له مقدونیې سره پر پوله په بد حالت کې دي.

د انځور حقوق AP

یونان سره د مقدونیې د پولو تړل کېدل سبب شوي چې په یونان کې د کډوالو شمېر ډېر شي او دې کړکېچ لا توند کړی دی.

ډېری کډوال چې د افریقایي هېوادونو، منځني ختیځ او افغانستان وګړي دي، خپل اروپایي سفر له یونانه پیلوي او غواړي د بالکان حوزې د هېوادونو له لارې ځانونه د شمالي اروپا هېوادونو په ځانګړې توګه المان ته ورسوي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب