اسامه پاکستان کې څه کول غوښتل؟

د انځور حقوق AFP
Image caption د بن لادن له کوره ترلاسه شوو سندونو څخه چې امريکا خپاره کړي داسې ښکاري چې هغۀ د پاکستاني طالبانو تگلارې جوړولو کې ډير رول درلود.

د پاکستان په ايبټ اباد کې د القاعدې وژل شوي مشر اسامه بن لادن په ظاهره دا هيله درلوده چې د پاکستان د لوېديځو سيمو په گډون ختيځو سرحدي سيمو کې هم د پاکستان د پوځ کمزوري کولو لپاره په هغوي بريدونه کول غوښتل.

د ده دا نظر و چې بايد په خيبر پښتونخوا او بلوچستان د واک ټينگولو نه علاوه بايد هندوستان سره پر پوله پرتو پاکستاني پوځيانو باندې هم بريدونه وشي.

د امريکا د ملي استخباراتو ادارې د سې شنبې په ورځ ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن له کوره ترلاسه شوي نور اسناد راښکاره کړي دي. دا ليکونه چې په انگليسي له ژباړې وروسته خپاره شوي دي، په کې پاکستان کې د جهاد او د پاکستاني طالبانو د تشکيلاتو نوي کولو په اړه دوه سندونه ډېر ارزښت لري.

دا دواړه سندونه نژدې په ٣٠ پاڼو ليکل شوي دي. د دې سندونو څخه دا هم ثابتيږي چې بن لادن نه يواځې د القاعدې بلکې د پاکستاني طالبانو د غورځنگ په تگلارو جوړولو او تنظيمي چارو کې تر يوۀ بريده شامل و.

په پاکستان کې جهاد او ولې؟ تر سرليک لاندې يوه ليک کې دى په پنجاب کې د فعاليت په اړه ليکي" که هلته د امنيت خرابولو سره دى په دې توانيږي چې پوځ پنجاب ته راولي دا به د هغۀ لوى برى وي، دې سره به پوځ په پنجاب کې ښکېل وي سرحد (خيبر پښتونخوا کې چې هغه مهال يې لا نوم نه وو بدل شوى) ته د خپلو وسايلو اړولو کې به پاتې راځي.

د انځور حقوق AFP

د ٢٠٠٩ او ٢٠١١ کال ترمنځ دې ښکل شوو ليکونو کې په پاکستان کې خپل فعاليت لپاره دا جواز راوړي چې "پاکستان او افغانستان د د جگړې يو ميدان دى، بله دا چې د بې نظير بوټو له وژل کېدو وروسته د ده په ټکو داسې سياسي مشر نشته چې دا هېواد له کړکېچه را وباسي او بله دا چې پاکستاني ولس کې د پوځ ملاتړ ډېرکمېدو له امله هغوي بيرته پوځي بارکونو ته لېږل کېدى شي".

د اسامه په فکر امريکا د پاکستان ويشل غواړي او په دې لړ کې يې د يوۀ ويشل شوي پاکستان نقشه هم چمتو کړې وه، چې دې کې سنگاپور يا هانگ کانگ په څير کراچۍ کې خپلواکه ملکي اداره رامنځ ته کول، بلوچستان ازادول، د پاکستان په شمالي سيمو کې د اسماعيليانو لپاره يوه واکمنه سيمه جوړول، سرحد( خيبر پښتونخوا) افغانستان سره يو ځاى کول او پاتې پنجاب او سنده د يو ه خپلواکه دولت په توگه رامنځ ته کول يا هم هندوستان سره يوځاى کول شامل دي.

لږ تر لږه د پاکستان د گوادر د ساحلي سيمې په اړه د اسامه وړاندوينه چې چين ته به سپارل کېږي سمه ثابته شوې.

د ده د ليکنو پر بنسټ د پاکستان د ويش د هدف ترلاسه کولو لپاره امريکا دوه لارې خپلولى شي، يوه د هندوستان لاره يا هم خپله مداخلې کولو سره چې په کې به د پاکستان د اتومي وسلو کنترول دا امريکا له خوا خپل لاس کې اخيستل کېدو.

د هغه وخت وضعې ته په پام سره د دې ليکونو پر بنسټ اسامه د دې پلوي ښکاره کېدو چې پاکستان کې بايد فعاليتونه پيل شي ليکي"اوس پاکستان، افغانستان او وزيرستان کې له جهادي مرکزونو دفاع اړينه گرځېدلې ده". دغه سند کې پاکستان کې د فعاليت د طريقې په توگه هم بشپړ معلومات ورکړل شوي دي.

د چارو د کار پوهانو په وينا دا نظر د پاکستان امنيتي ادارو اندېښنو سره ډېر ورته والى لري

د انځور حقوق AFP
Image caption د القاعدې مشر په ٢٠١١ کال کې اېبټ اباد کې امريکايي عملياتو کې وژل شوى و.

په يوه بل ليک کې اسامه بن لادن د پاکستان د طالبانو غورځنگ تنظيمي چارو په اړه تفصيل سره خپل نظر څرگندوي. دى په دې اړه چې څوک بايد د تحريک"امير" وي ، د شورا غړي بايد له کومو ځايونو وي، د دې نه علاوه مالي، اطلاعاتي او استخباراتي کمېټې بايد څه وکړي او له څه ډډه وکړي.

د تاوان لپاره د خلکو د تښتولو په طريقې هم هغۀ په تفصيل سره ليکنې کړې دي. دې کې احمديان، اغاخانيان، هندوان، مشهور شيعه سوداگر، حکومتي چارواکي او افغانستان کې امريکايانو سره مرسته کوونکي ياد شوي دي، چې په وينا يې په اسانۍ سره هغوي څخه پيسې ترلاسه کېدى شي، خو هغه تښتوونکو باندې په کلکه "ظلم" منع کړى دى. د دې سندونو څخه ثابتيږي چې اسامه بن لادن د پاکستان په چارو له نژدې نظر ساتلو او په فعال ډول يې د افراطي ډلو لارښوونه کوله