د نورو په نوم خواله رسنېو کې د پروفايل جوړونکو د محاکمې پرېکړه

د انځور حقوق PA

د خواله رسنۍ په ډګر کې د نورو اندېښنو تر څنګ، یوه دا ده چې کاروونکي هغه څوک نه وي چې وايي. د دې کار اخلاقي ننګونو ته په کتو سره د انګلستان عدلي سیستم به وروسته له دې هغه کسان محاکمه کوي چې د بل چا په نوم خواله رسنۍ کې پروفایل جوړوي.

دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي چې په انګلستان او وېلز سيمو کې پر خواله رسنۍ د غچ اخېستو یو شمېر قربانیانو خپل غږ پورته کړ او شکایت یې عدلي او قضايي ادارو ته ورسېد.

بریتانیا کې څارنوالۍ چې د کراون عدلي تعقیب یې بولي وايي هغو خلکو ته به سزا ورکوي چې د بل چا په نوم ځان ته پروفایل جوړوي او د هغوی له خوا له نورو سره تماس نیسي. د څارنوالۍ په باور بل څوک قرباني ګرځول او د هغه یا هغې له نامه له نورو سره تماس درلودل، ټولنه کې د دغه کس موقف او نوم ته زیان رسوي، نو ځکه دا کار د سزا وړ دی.

په پام کې ده څارنوالانو ته مشوره ورکړل شي چې اوسني قوانين څنګه تفسیر کړي او همدارنګه د نوو جرمونو په تړاو به ورته لارښوونې وشي.

په دې ډول جرمونو کې یو یې د غچ اخېستو په موخه د بل چا بربنډ انځورونه خپرول دي.

د عدلي تعقیب مشره، الېسن سانډرس وايي "ډېر مهم دی چې څارنوالان د شواهدو د څېړلو پر مهال د مسلې لوی انځور ته وګوري او د تورن کس، پر انټرنېټ او عادي ژوند کې چال چلند په پام کې ونیسي".

د مېرمن ساندرس په وینا "پر انټرنټ نور ځورول يوه ناځوانه کړنه ده او پر هغه چا چې قرباني کېږي، خورا بده اغېزه کوي".

انګلستان کې د جعلي اکونټونو، او ویبپاڼو په جوړولو ډېر کسان شته چې د ناسمو عکسونو او پیغامونو په خپرولو غواړي د نورو نوم ته تاوان ورسوي.

فلومي پرېهاي یوه له هغو قربانیانو ده چې بربڼد انځورونه یې له دې د غچ اخېستو په موخه، د دې پخواني مېړه پر وېبپاڼو خپاره کړي و.

نوموړي وايي "هغۀ زما په نوم د فیسبوک پاڼه جوړه کړه، هغه زما ډېر محرم عکسونه خپاره کړل او زما د کورنۍ غړو، همکارانو، او نورو هغو کسانو ته چې ما پېژندل بلنه ورکړه چې دا عکسونه وویني. پر فیسبوک خپرولو یې، دا شونی کړ چې زما عکسونه تر هغه ويب پاڼو ورسيږي چې بربنډ عکسونه خپروي".

د انځور حقوق AFP

مېرمن پرېهای چې دې نوو گمونو پلي کولو ته خوشحاله ده وايي، قانون دومره پېچلى دی چې د جرم ثابتول یې ګران کړي دي.

نوموړې زياتوي "اوسنى قانون وايي، د قرباني په توګه تاسې باید دا ثابته کړئ چې یوه کس وار له مخې دا نیت درلود، ستاسې عکسونه یې هدفمندانه واخېستل او پر عامه پاڼو یې خپاره کړل چې تاسې ته زیان او شرم درواړوي... او پر انټرنټ د کېښودلو لپاره بل لامل نه ؤ".

د کراون عدلي تعقیب به څارنوالانو ته لارښوونه وکړي چې که پر انټرنټ د یوه کس فعالیت بل چاته ګواښ پېښ کړي او یا که څوک بل کس نېغ په نېغه ځوروي نو دوی دې یې تورن وبولي.

په ۲۰۱۲ کال کې فېسبوک اټکل کړی ؤ چې لسګونه میلیونه غیرقانوني اکونټونه لري.