بې پیلوټه الوتکه ''په ۴۰ ډالرو ښکار کېدای شي''

امنیتي کارپوه د هالنډ د پولیسو د د بې پیلوټه الوتکې سیستم ته ننوت، کنټرول یې ترلاسه کړه، چالانه یې کړه او کامرې یې پرانیستې. د انځور حقوق Thinkstock
Image caption امنیتي کارپوه د هالنډ د پولیسو د د بې پیلوټه الوتکې سیستم ته ننوت، کنټرول یې ترلاسه کړه، چالانه یې کړه او کامرې یې پرانیستې.

د امنیتي چارو یوه کارپوه خبرداری ورکړی، چې د غلو اړوندې پرمختللې بې پیلوټه الوتکې په داسې ساده آلو ښکار کېدای شي چې قیمت یې تر ۴۰ ډالرو نه اوړي.

د IBM شرکت د امنیتي چارو سلاکار نیلز رودای ویلي: ''امکان شته چې د الوتکې ماشینونه چالان شي، او پخپل سر راکوزه او د کامرو کنټرول یې ترلاسه کړای شي، او آن شاید الوتکه ویجاړه کړای شي''.

رودای وايي، خپله لاسته راوړنه به د امنیتي چارو اړوند آر اېس اې په نامه کنفرانس کې په ډاګه کړي، چې په په سان فرانسیسکو کې جوړېدونکی دی.

د بې پیلوټه الوتکې جوړوونکي شرکت ددغه خبرداري په اورېدو وارخطا شوي دي.

نوموړي ''وایرډ'' مجلې ته ویلي، '' د الوتکې د ستونزې حل کول به ''ګران کار وي''.

د څار بې پیلوټه الوتکې

رودای د هالنډ توینټ پوهنتون کې خپله څېړه وازمویله.

نوموړی لومړی پر UAV بې پیلوټه الوتکه آزموینه ترسره کړه، چې د هالنډ پولیسو د څارنې اړوندې چارې مخته وړي.

د انځور حقوق Rodday
Image caption د بې پیلوټه الوتکې غلا د اکس بي Xbee کارډ په مټ د امر منلو لپاره چمتو شوې ده

دی وايي، ددغو الوتکو لګښت شاوخوا ۲۰ زره یورو دی، خو قیمت یې تر دې ډېر دی، ځکه چې اته پکې لري، او ۳۰ کیلوګرامه وزن هم لېږدولی شي، او د ماشین له درېدو وروسته د هوا په مټ څه باندې نیم ساعت چلېدلی شي.

له دغو الوتکو په مسلکي عکاسۍ او د برېښنا د مزو کشفولو او کرنیزو چارو کې ګټه اخیستل کېږي.

د الوتکې جوړوونکي شرکت د دې الوتکې یوه نمونه رودای ته د څېړنې لپاره ورکړې، خو وايي چې د شرکت هویت به نه افشا کوي.

د ویجاړېدو اوامر

د بې پیلوټه الوتکو جوړوونکو د الوتکې د ستونزې حلولو چاره راتلونکي نسل ته پرېښې ده. خو څېړونکی په دې باور دی چې نورې ورته پرمختللې الوتکې هم له دا ډول ستونزې سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د بې پیلوټه الوتکو د غلا کېدو وېره په ډېرېدو ده

ددې لپاره چې د خلکو پام ځان ته ورواړوي او د ستونزې په اړه یې ښه خبر کړي، رودای هوډ کړی چې په آر اېس اې کنفرانس کې د بې پیلوټه الوتکې یوه تجربه ترسره کړي.

دی وايي: ''د الوتکې ماشینونه به تاوېږي، او د نندارې پرمهال به الوتکه پر یوه درانه شي پورې وتړم''.

د تېر ۲۰۱۵ کال په اکتوبر کې یوه بریتانوي شرکت وویل، یوه داسې آلې یې جوړه کړې ده، چې د حساسو ځایونو پر سر په اسمان کې بې پیلوټه الوتکه جام کولی شي.

پر دغې آلې د بریتانیا درو شرکتونو کار کړی دی.

له دې آلې جوړولو هدف دا دی چې د بې پیلوټه الوتکو په اړه د خلکو اندېښنې لیرې کړي او په هوا کې الوتکې له حرکته وغورځوي.

د انځور حقوق Blighter Surveillance Systems
Image caption دغه آله په هوا کې د بې پیلوټه الوتکې ماشین جام کولی شي

کله چې الوتکه حرکت پرېږدي، نو اړه ده چې ماشین یې بدل کړای شي.

ورته مطالب