"پاکستان کې د طالب مشرانو د شتون په اړه نور څه نه شم ويلى"

د انځور حقوق AP

د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت د لومړي وزير د بهرنېو چارو د سلاکار، سرتاج عزيز، په دې وينا له تبصرې ډډه کړې چې "د افغان طالبانو مشران او کورنۍ يې په پاکستان کې دي".

د وزارت وياند نفيس زکريا ويلي چې " د بهرنېو چارو وزارت د سياسي مشرتابه په څرگندونو تبصرې نه کوي".

وزارت وايي " څه چې سرتاج عزيز ويلي په هغې به نور څه نه زياتوي". د وزارت وياند وايي چې خلک بايد هر خبرې ته په يوه درست چوکاټ کې وگوري.

ښاغلى عزيز چې دامريکا او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکه خبرو په تړاو د واشنگټن په سفر دى، تېره ورځ يې يو وينا کې ويلي و چې " د طالبانو مشران او کورنۍ يې په پاکستان کې دي".

په يوۀ څيړنيز مرکز کې د وينا پر مهال دې پوښتنې ته چې د افغان سولې په تړاو د پاکستان دريځ ته تل په شک کتل کېږي ، نو پاکستان له کومو لارو کولى شي خبرو ته د طالبانو د راوستلو په تړاو خپله وعده عملي کړي؟

ښاغلي عزيز وويل " کله چې طالبان په واک کې وو هغه وخت يې هم د دوى خبره نه منله، چې د باميانو د بتانو ړنگول يې ښه مثال دى، خو اوس د طالبانو مشرتابه او د هغوى کورنۍ په پاکستان کې دي، او ددې ځاىروغتيايي اسانتياوې کاروي، چې له دې لارې پرې فشار اچولى شو".

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلى عزيز چې دامريکا او پاکستان ترمنځ د ستراتيژيکه خبرو په تړاو د واشنگټن په سفر دى، تېره ورځ يې يو وينا کې ويلي و چې " د افغان طالبانو مشران او کورنۍ يې په پاکستان کې دي".

د دې نه وړاندې پاکستان تل له دې انکار کولو چې گوا کې د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې شتون لري. دا لومړى ځل دى چې د پاکستان يو جيگپوړى مشر په خپل هېواد کې د هغوى موجوديت مني.

د ښاغلي عزيز دا خبره په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې د فرورۍ په مياشت کې د امريکا، پاکستان، افغانستان، او چين څلور اړخيزې غونډې کې په دې موافقه شوې چې د روانې مياشتې په لومړيو کې به د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ مخامخ خبرې ترسره کېږي.