اردوګان د سوريې په شمال کې د کډوالو لپاره د ښار جوړولو وړانديز کړی

د انځور حقوق epa

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وړانديز کړی چې د سوریې د جګړې له امله د بېځايه شويو لپاره د دغه هېواد په شمال کې يو نوی ښار جوړ کړي.

د ښاغلي اردوګان په وينا دغه ښار د نړيوالې ټولنې په ملاتړ سره د ۵ زره کيلومتر مربع په پراخوالی سره جوړېدا شي.

د ترکيې ولسمشر ويلي، چې ده په دې اړه د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره هم خبرې کړې دي.

خو امريکا په دې اړه څه نه دي ويلي.

ترکيې وړاندې هم له خپلې پولې سره نژدې او د سوريې پر خاوره د امن سيمې جوړولو وړانديز کړی و خو دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد ولسمشر د يوه دايمي ښار جوړول يادوي.

د ترکیې ولسمشر وايي د سوريې کډوال به وکولای شي په دغه ښار کې ځای پر ځای شي.

ترکي چارواکو له کډوالو سره د مرستې نه کولو په اړه پر نړيوالو ګڼې نيوکې کړې دي، د ترکيې حکومت وايي چې پر سوري کډوالو يې له ۹ ميلياردو ډالرو زيات لګښت کړی.

ورته مطالب