ولې ځينې ناوې د واده زلمي ردوي؟

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

کلونه وړاندې کله چې د هند په شمالي اوترپردیش ایالت کې خپل کلي ته تللې وم، یوې خپلوانې مې په ویاړ سره راته ویلي و چې هغه له لوړ براهمني ذات څخه ده، خپل بېکاره زوی خو لا څه چې خپل سپي ته هم ناوې موندلای شي.

هغه ځکه دومره ډاډمنه وه چې په دودیزه توګه د هند په دې ګڼ میشته ایالت کې چې له ۲۰۰ ميلیونو نه ډېر خلک په کې ژوند کوي، په دودیزه توګه ښځې په یو ډېر ټیټ دریځ کې اوسېدلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري ودې د شاخصونو له مخې اوترپردیش ایالت په پرلپسې توګه وروسته پاتې شوی، هلته په تېره بیا په کلیوالو سیمو کې ښځې تر اوسه پورې د خپل ژوند په مهمو مسلو لکه دا چې له چاسره واده وکړي یا کله واده وکړي د پرېکړې کولو ډېر حق نه لري.

په میلیونونو نجونې د واده د قانوني عمر یعنې ۱۸ کلنۍ وړاندې واده کېږي.

خو داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې په دې ایالت کې حالت په بدلېدو دي- په وروستیو میاشتو کې،ځینو ځوانو نجونو د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو هلکانو سره له واده کولو انکار کړی او هغوی يې د ځان لپاره مناسب نه دي ګڼلي.

يوڅو غېر عادي بېلګې ېې په لاندې ډول دي:

له حده زیات نشه

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

تېره میاشت، د اوترپردیش ایالت د فيروز اباد په سیمه کې یوې نجلۍ له يوۀ هلک سره له دې امله واده کولو څخه انکار وکړ چې د واده ځای ته په ډېر نشه حالت کې راغلی و.

د ټایمز آف انډیا ورځپاڼې رپوټ وايي چې دغه ځوان سړى دومره نشه و چې د واده له مراسمو وړاندې چې ناوې او هلک یو د بل پر غاړه ګلان اچوي، سم په پښو نشو ودرېدلى.

ناوې چې ډېره خواشینې شوې وه خپلې کورنۍ ته يې وویل که دغې نشه اي سړي سره واده کولو ته اړ ایستل شي خپل ځان به ووژني. نو ځکه واده لغوه شو.

په تېر وخت کې دغسې نورې پېښې هم شوې وې- تېر کال، د ماهوبا د سیمې په یوه کلي کې هم د واده يو زلمى نشه راغلی و او ناوې ورسره له واده کولو انکار کړی و.

حساب ېې نه وو زده

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

کله چې موهرسنګ خپلې لور، لولي، ته د واده ترتیبات ونیول چې د رام باران په نامه یو ځوان سره يې واده وکړي، هغه نه پوهېده چې زوم بېسواده دی.

روښانه نه ده چې ولې، خو له مراسمو نه وړاندې، لولي له هلک نه وپوښتل چې د ریاضي یوې ساده پوښتنې ته ځواب ووايي . د واده له زلمي يې وپوښتل چې ۱۵ جمع ۶ څو کېږي؟ هغه وویل ۱۷. ناوې سملاسي واده لغوه کړ.

ښاغلي سنګ وویل د هلک کورنۍ ورته د هغه د زده کړو په اړه معلومات نه وو ورکړي. ده زياته کړه چې "حتی د لومړي ټولګي" یو زده کونکی هم کولای شي دغسې ساده پوښتنې ته ځواب ووايي.

"ناروغه" زوم

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

فقط کله چې یو هیجان وهلي هلک ځان چمتو کاوه چې د خپلې ناوې پر غاړه د ګلانو کړۍ واچوي ناڅاپه ورباندې د ميرګي حمله راغله او د واده د مېلمنو پر وړاندې پرځمکه ولوېده.

په داسې حال کې چې هغه په بېړه روغتون ته وړل کېده، د ناوې کورنۍ ادعا وکړه چې د زوم کورنۍ دوی ته نه وو ویلي چې هغه د ميرګي ناروغۍ لري.

په غوسه شوې ناوې پرېکړه وکړه چې بل مېړه پېدا کړي- د خپلې خور د میړه د کورنۍ له یوه غړي څخه، چې هلته د مېلمنو په کتار کې وو، يې غوښتنه وکړه چې را وړاندې شي او له دې سره واده وکړي. هغه هم دا غوښتنه ومنله.

له روغتون نه په راستنېدو سره، دواده اصلي زوم له نجلۍ وغوښتل چې خپله پرېکړه بدله کړي، او وې ویل چې که له واده کولو پرته کور ته ستون شي خلک به ورپورې وخاندي، خو نجلۍ خپله پرېکړه بدله نه کړه.

د "کاچوغو یوه جګړه" پيل شوه او پولیسو ته رسمي شکایت وشو، خو د پولیسو یو مامور وویل "اوس ناوې واده شوې ده، څوک څه کولای شي"؟

یوې مچوکې واده ورانه کړه

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

دا جوړه پر انټرنېټ د ټولنیزو رسنیو د یوې ویبپاڼې له لارې د لنډو اړیکو وروسته یو له بله سره آشنا شو ې وه.

خو د علیګړ په ښار کې د واده په شاندارو مراسمو کې چې د ښاروال شګونتلا بهارتي په ګډون په کې ۵۰۰ مېلمنو برخه درلوده د واده کارونه سم پر مخ ولاړ نه شول.

او دا ټول ښايي د یوې مچوکې له امله وه- رپوټ وايي د ناوې خور دومره هیجاني شوې وه "چې ټوپ يې کړل او په داسې حال کې چې ناوې او د کورنۍ غړو يې په ناخوښۍ سره ورته کتل، د واده زلمى ېې مچې کړ".

وضعه هغه وخت لا نوره هم بده شوه چې دغې نجلۍ" هلک د نڅا ځای ته راکش کړ او په نڅا ېې ورسره پېل وکړ".

ناندرې او نښته پېل شوه.

رپوټ وايي چې د ناوې د کورنۍ کسانو د واده پر مېلمنو برید وکړ او د واده زلمى يې ونیوه او بندي يې کړ- خو د ښاروال له مداخلې وروسته يې بېرته خوشي کړ.

رڼا سمه نه وه

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

تېر کال د کانپور د ښار په شمال ختیځ کې، د واده د زلمي کورنۍ شکایت وکړ چې د څراغونو رڼا سمه نه ده باید بهتره شي. خو د ناوې کورنۍ دا غوښتنه و نه منله.

د هغوي تر منځ نورې توندې ترخې خبرې وشوې او د ناوې کورنۍ د هلک پر کورنۍ باندې تور ولګاوه چې "بې کلتوره او بې ادبه دي".

پولیس وویل دوی پخوا هېڅکله نه دي اورېدلي چې "فقط د څراغونو د رڼا د څرنګوالي" له امله دې کوم واده لغوه شوی وي.

لاړې مه توکوئ

د انځور حقوق Kirtish Bhatt

د تمباکو کارول روغتیا ته زیان رسولای شي.

خو د ډیورا د سیمې د واده يوه هلک چې دغې خبرداري ته يې پام نه و کړی د هغې زیان ولیده.

د واده مراسمو ته د راتلو په وخت کې یې نسوار په خوله کې و، او د مراسمو په ترڅ کې يې غوښتل چې نسوار تو کړي.

ناوې ډېره په غوسه شوه او واده يې لغوه کړه. هغې ویل چې معتاده سړي سره واده نه کوي.