"د فرخندې وژنې افغان مېرمنو کې ډار ختم کړ"

د انځور حقوق AP

د مارچ اتمه د ښځو نړيواله ورځ غواړم سږ کال په دې ورځ افغانې مېرمنې او نجونې تر بل هر وخت نه په ځانګړې توګه ولمانځم. زه د يوې افغانې مېرمنې په توگه د دې لمانځنې لپاره ځانگړي دليلونه لرم.

لومړۍ غواړم د افغانو ښځو او نجونو يادونه او ستاينه د دې لپاره وکړم چې دوی تېر کال د همدې مارچ په مياشت کې د ښځو پر وړاندې داسې يو ظلم تجربه کړ چې فکر نه کوم دا نسل به يې کله هم هېر کړي. دا ظلم د فرخندې وژنه وه. د قران دا ٢٧ کلنه حافظه د کابل ښار په شاه دوشمشيره جومات کې ځينو سړو په وهلو ووژله.

خو د دې پېښې نه ژر وروسته ښځې پرته له ډاره را ووتلې او د فرخندې او نورو سلګونو هغو ښځو د حقوقو لپاره يې غږ پورته کړ چې د ورځنيو تاوتريخوالي قرباني شوې دي.

په سلګونو مېرمنې يو ځای شوې او د افغانستان په تاريخ کې يې د لومړي ځل لپاره د فرخندې تابوت پر اوږو تر هديرې ورساوه.

ښځې لا هم د فرخندې لپاره د عدالت ترسره کېدو غږ پورته کوي. دا چې عدالت به په افغانستان کې ترسره شي او که نه، ډاډه نه يم خو د خپل هېواد د ښځو پر مقاومت او يووالي وياړم او د دوی دا ګام لمانځم چې نړۍ ته يې وښوده چې نور به افغانه ښځه په پټه او پرته له دې چې څوک پرې خبر شي و نه وژل شي، وياړم.

دوهم غواړم د هغو افغانو ښځو هڅې و لمانځم چې د لومړي ځل لپاره يې د ه استازو سره مخامخ خبرې وکړې.

د تېر کال د جون په مياشت کې د افغان مېرمنو يوې ډلې د لومړي ځل لپاره په اوسلو کې د طالبانو له استازو سره په مخامخ خبرو کې پر دې يې ټينګار وکړ چې که په راتلونکې کې طالبان په وا ک کې برخه اخلي، نو د ښځو حقونه به په کې خوندی وي.

طالبانو سره مخامخ خبرې افغانو ښځو لپاره چې کلونه کلونه يې د سولې په خبرو کې د ګډون په اهميت ټينګار کړی دی، يوازې خبرې نه وي، بلکې د افغانو مېرمنو دا جرائت يې په ډاګه کړ چې دوی اوس هغه ډلې سره مخامخ کيني او خپلو حقونو د خونديتوب اطمينان او ډاډ غواړي چې دوی يې له بنسټيزه بشري حقونو بې برخې کړې وې.

يو مثال يې دا و چې د طالبانو د حکومت پر مهال افغانې نجونې د ليک لوست نه محرومې وې.

په ناروې کې د افغانستان سفيره شکريه بارکزۍ چې په دغه ډله کې وه ـ هغه مهال وویل:"افغانو ښځو د خپلو حقونو نه په جرائت سره دفاع وکړه".

زه د افغانو ښځو دغه اقدام ځکه لمانځم چې دا دى دې اقدام دا په ډاګه کړه چې افغانې ښځې نور د خپلو حقونو غوښتلو لپاره د نارينه وو مرستې ته اړتيا نه لري. خپله يې ترسره کوي او دا کار په زغرده کوي.

درېيم دليل چې زه غواړم افغانې ښځې او نجونې ولمانځم دا دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د هرې بلې دورې په پرتله د افغانو ښځو او نجونو غږ لوړ و.

د انځور حقوق AFP

له هرې بلې دورې نه زياتې د خپلو حقونو لپاره ودرېدلې. سره له دې چې ځينو ژوند له لاسه ورکړ، خو ويره يې شاته پرېښوده، او سړکونو ته راووتلې، خپل حق لپاره يې غږ پورته کړ، په نړيوالو تلويزونونو راښکاره شوې او په راديوگانکو يې غږونه واورېدل شول. دا يې په زغرده ويل چې "نور خپل حق غواړي، که يوه فرخنده وژل کېږي نو بله يې د حق لپاره ودريږي".

دوى اوس په ډاگه کړه چې افغان مېرمنې د بدلون يو قوت دى، دوى غواړي ټولنه کې بدلون راولي، دوى هڅه کوي چې د مېرمنو پر وړاندې د ټولنې او خلکو ليد او نظر بدل کړي او دا هڅې به ترهغې دوام مومي چې په هرې افغانې کورنۍ کې د حوا د لور په زېږېدو خوشحالي نه وي راغلې.