شمالي کوریا امریکا ته د اتومي برید ګواښ کړی

په وروستیو کې د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازمویلو پروړاندې نړیوالو غبرګونونه وښودل
Image caption په وروستیو کې د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازمویلو پروړاندې نړیوالو غبرګونونه وښودل

رپوټونه وايي، شمالي کوریا خپلې ګاونډۍ جنوبي کوریا او امریکا ته د اتومي برید ګواښونه نوي کړي دي.

فرانس پرېس خبري آژانس د شمالي کوریا د ولس د پوځي لوړ قیادت له قوله ویلي، که چېرې امریکا او جنوبي کورای په لانجمن ټاپو کې خپلو بې سارو لویو او ګډو پوځي مانورو ته دوام ورکړي، لیرې به نه وي چې شمالي کوریا یې پر وړاندې د پوځي او اتومي برید غبرګون وښيي.

په پام کې ده، چې دغه پوځي مانورې- چې ویل کېږي، بې مخینې دي- د یکشنبې په ورځ پیل شي.

وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر پیونګ یانګ د نویو او ټینګو بندیزونو لګولو پرېکړه لیک صادر کړی و.

شمالي کوریا وايي، ګډ پوځي تمرینونه د دوی د ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې یو ګام دی.

د شمالي کوریا پوځ ویلي، د دوی له خوا د اتومي بریدونو ګواښ "د عدالت ګوزار" دی.

Image caption شمالي کوریا وايي، ګډې پوځي کلنۍ مناورې یې د خاورې لاندې کولو لپاره د لارې هوارول دي

شمالي کوریا وړاندې هم د اتومي برید ګواښ کړی و. دا ګواښونه داسې مهال تازه شوي، چې له جنوبي کوریا سره د پیونګ یانګ پوځي تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

پر شمالي کوریا له دې کبله نوي نړیوال بندیزونه ولګول شول، چې ګڼي اتومي آزموینې یې وکړې او د امنیت شورا په وینا، د دوی د پرېکړه لیکونو پرضد یې توغندي توغولي دي.

"بې ساري" بندیزونه

د جنوبي کوریا یوه چارواکي ویلي، هېواد یې هوډ کړی چې پر خپل ګاونډي هېواد شمالي کوریا بې ساري ټینګ بندیزونه ولګوي.

فرانس پرېس خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د یوه چارواکي له قوله وویل، دغه نوي یو اړخیزه بندیزونه به روانه اونۍ اعلان شي.

"یونهاب" خبري آژانس د پوځي چارواکو له قوله ویلي، د جنوبي کوریا او امریکا په ګډو پوځي مانورو کې د جنوبي کوریا تر ۳۰۰ زرو ډېر پوځيان او ۱۵ زره امریکايي عسکر ګډون لري.

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر هان مین کو وویل، دا مانورې د تېر کال د ورته منارو دوه برابره ډېرې دي.

Image caption په جنوبي کوریا کې نژدې ۳۰٫۰۰۰ امریکايي ځواکونه په دایمي ډول ځای پرځای شوي

په تېره جنورۍ کې د شمالي کوریا له خوا له اتوم بم آزمویلو وروسته د کوریا په ټاپووزمه کې تاوتریخوالی ډېر شو، چې بیا وروسته یې توغندي هم وازمویل.

د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې جمعې په ورځ له جنوبي کوریا سره په دغه لانجمن ټاپو کې د دفاعي توغندیو د سیستم ځای پرځای کولو پرسر رسمي خبرې وکړې، چې د شمالي کوریا، روسیې او چین له خوا یې کلک مخالفت وشو.

چین وايي، د توغندیو ضید سیستم یې امنیت ته ګواښ دی او د اتومي برید سیستم یې کمزوری کوي.

Image caption له پوځي مناورو سره هر کال تاوتریخوالی پیلېږي، خو سږ کال یې حساسیت دوه برابره ډېر کړی دی

ورته مطالب