د سعودي عربستان د ټولنیزو رسنیو ستوري وپېژنئ

Image caption د سعودي عربستان ځینې کسان چې په ټویټر کې يې خلک تعقیبوي
د داسې هېواد لپاره چې پاچا يې ځان "د دوو سپېڅلو جوماتونو ساتونکی" بولي، ښايي د حيرانتیا وړ نه وي چې د سعودي عربستان د ټولنیزو رسنیو "ستر ستوري" روحانیون دي. طبیعي ده چې شهرت له جنجالونو پرته نه وي. نو آیا دا مذهبي کسان چې په ټویټر کې ډېر فعاله دي څوک دي چې د پاپ موسیقۍ د ستورو او د نړۍ له رهبرانو سره يې تعقیبوونکي یا څارونکي پرتله کېږي؟ او په آنلاین کې هغوی کوم شیان شریکوي؟ په ټولنیزو رسنیو کې د سعودیانو په اړه د بي بي سي د خپرونو لړۍ: عقیده، آزادي او ساعت تېري، پر ټویټر باندې د سعودیانو تر ټولو مشهورو اکونټونو ته کتنه کړې.

محمد العریفي

Image caption محمد العریفي: د اسلامي روحانیونو ’’براډ پېټ’’

محمد العریفي چې د امریکايي فلمونو نامتو لوبغاړي او فلم جوړونکي، "براډ پېټ" سره پرتله کېږي، د سعودي عربستان او اسلامي نړۍ یو مخکښ مذهبي شخصیت دی چې د یو جاذبه لرونکي شخصیت په توګه يې شهرت موندلی. خو، نظریاتو ېې هم د هغه لپاره جنجالونه راپارولي.

یوه ترټولو جنجال پارونکې نظریه يې د ښځو په اړه ده. په ۲۰۰۷ کې، د یوې تلوېزیوني خپرونې په ترڅ کې عریفي وویل که د یوه سړي ښځه د هغه اطاعت ونه کړي اجازه لري چې "په خفیف ډول يې ووهي". او په ۲۰۱۲ کې پر ټویټر باندې یولړ لیکنو په ترڅ کې عریفي له کوره بهر د ښځو د کار کولو مخالفت وکړ.

ویل کېږي چې عریفي د سعودي حکومت او واکمنې کورنۍ سره ښې اړیکي لري، که څه هم د هغوی ترمنځ ځینې ستونزې وې. په ۲۰۱۴ کې، العریفي وروسته له هغې نه ونیول شو چې د اورګاډي پر یوې شبکې باندې چې د مکې په ښار کې سپیڅلي ځایونه سره نښلوي، انتقاد کړی وو او ویلي يې وو چې "په نړۍ کې ترټولو بده" شبکه ده.

خو د العریفي نظریات تولنیزو مسلو پورې محدود نه دي. هغه د سیمې له سیاستونو سره هم ژوره دلچسپي لري او پکې ښکېل دی. د شیعه اسلام په اړه توند نظریات لري او د فرقه يي تاوتریخوالي پر لمسولو تورن شوی و، ځکه یوځل يې ویلي وو چې شیعه ګان" کافر دي چې باید ووژل شي".

خو د جهادي ډلوپه اړه العریفي متضادي خبرې کړې دي.

Image caption د ټویټر د تصویر د متن ژباړه: ’’سعودي ایرلاینز د الوتکو د مېلمه پالو په توګه د ښځو له کمارلو انکار وکړ. ما له هغوی مننه وکړه او هیله کوم چې هغوی یوازې نارینه کسان په کار وګماري او د ښځو له ګمارلو ډډه وکړي.’’

په یو وعظ کې چې په ۲۰۱۳کې يې په مصر کې کړی و، العریفي د سوريې د ولسمشر بشارالاسد پرخلاف د جهاد غږ وکړ. په یوې مرکې کې يې د القاعده او د هغې دمشر اوسامه بن لادن دفاع کړې وه خو وروسته مجبوره شو چې خپلې خبرې بېرته واخلي.

یو کال وروسته، بریتانیا ته له تګ منع شو ځکه چې ویل کېدل چې د بریتانیا د کارډیف د ښار د یو جومات په غونډه کې يې وعظ کړی وو چې درې تنو ځوانو مسلمانانو هم پکې ګدون درلود چې هغوې سورېې ته تللي وو او د "اسلامي دولت" په نامه ډلې په ملاتړ يې جګړې کې برخه اخیستې وه.

خو العریفي له دې نه انکار وکړ چې ده ښايي د هغوی له بنسټپاله کېدوسره مرسته کړي وي او ټینګار یې وکړ چې د "اسلامي دولت" ډلې "له ظالمانه طریقو سره يې په ټینګه مخالفت" کړی.

احمد الشقیري

Image caption احمد الشقیري: په زړه پورې وعظ کونکی

که په نړۍ کې یو مسلمان په زړه پورې وعظ کونکی وي نو هغه به احمد الشقیري وي.

څه باندې لس کاله وړاندې هغه د خپلې یوې ټلوېزیوني خپرونې له امله ډیر شهرت وموند. په الوتکه کې به يې له یو هېواد نه بل ته سفرونه کول، نړۍ کې د الشقیري د سفرونو فلمونه ښيي چې جین پطلون او بیغاړې کمیس به يې اغوسته او کله کله به يې د اسلام په اړه وینا کوله.

د هغه د نظریاتو او د لباس ډول له امله يې په میلیونونو پلویان پېدا کړل، چې د هغه عصري رویه يې خوښوله.

او کله چې ځوان خلک له ټلویزیونونو ليرې شول او ټولنیزو رسنیو ته يې مخه کړه، الشقیري د لومړیو کسانو څخه وو چې دې ته يې پام وکړ او په ټولنیزو رسنیو کې د ډېر نفوذ څښتن شو.

سره له دې چې هغه نه غوښتل ځان یو روحاني وبولي، د مسلمانو واعظینو په منځ کې الشقيري ته د یو بانفوذه معتدل غږ په سترګه کتل کېږي.

خو ځینې منتقدین وايي هغه څه چې دا ۴۲ کلن شخص يې له نورو کسانو نه بېل کړی د هغه ایډیالوژي نه بلکې د هغه سټایل یا ډول او بڼه ده.

آزاد خیالان اندېښمن دي چې الشقیري د عربي نړۍ د سکیولر فکر درلودونکو کسانو د اسلامي کولو لپاره یو اغېزمن ځواک دی.

خو، سخت دریځه روحانیون الشقیري ردوي او هغه د یو کم وزنه واعظ په توګه بولي چې "آسانه اسلام" تبلیغوي.

خو د افراطیت په اړه د الشقیري پیغام روښانه دی: هغه وايي چې اسلام د تاوتریخوالي دین نه دی.

هغه باورلري چې د سعودي حکومت هغه هڅې چې په زندانونو کې د افراطیونو د بیارغونې پروګرام پرمخ بیايي اغېزمنې دي. هغه بي بي سي ته وویل چې: "ډېرې داسې بېلګې مو لیدلې چې ددې پروګرام په ترڅ کې اسلامپالي په بریالي توګه بیارغول شوي دي".

سلمان العودة

Image caption سلمان العودة: ’’بیارغېدلي’’ روحاني

سلمان العودة یو مخکښ سعودي روحاني دی چې یو وخت يې افراطي مذهبي نظریات او توند حکومتي ضد دریځ درلوده. خو په زندان کې له پنځه کاله بند تېرولو نه وروسته يې په ۱۹۹۴کې په بشپړ ډول بدلون وموند.

سلمان العودة "بيا رغیدلی" وبلل شو او ډېرو ویل چې د هغه نظریات ډېر زیات بدل شوي دي. سره له دې چې د حکومت په اړه يې دریځ نرم شوی دی خو بیا هم تر اوسه پورې کولای شي د ناکراریو سبب شي.

په ۲۰۱۲ کې، سلمان العودة هغه وخت پر انټرنېټ د یو جنجال سبب شو چې په مکې کې د حج په وخت کې يې په داسې حال کې یو تصویر خپور شو چې پر موټر سایکل باندې سپور وو او هڅه يې کوله د ټرافیکو ګڼې ګوڼې څخه تېر شي، دا داسې یو کار و چې د یو مذهبي مشر لپاره مناسب نه بلل کېده.

په داسې حال کې چې خپله د ټولنیزو رسنیو د کارولو یو لېوال دی، نادراً د خپلو نظریاتو بیانولو او د خپلو میلیونونو تعقیبونکو سره له اړیکو نه ډډه کوي.

خپل یو تعقیبونکي ته د لنډ ځواب په ترڅ کې سلمان العودة ولیکل چې نارینه باید یوازې یوې ښځې سره واده کولو باندې اکتفا وکړي، په داسې یو هېواد کې چې د ګڼو ښځو درلودل ډېر مروج کار دی، دا ډول نظریه ډېر پلویان نه لري.

خو یوازې د ښځو په اړه د هغه نظریات نه دي چې په ډرامه يي توګه بدل شوي دي.

سلمان العودة همدا راز د تاوتریخوالي او افراطیت څخه هم ځان لیرې ساتي. پر ټویټر د هغه په لیکنو او ويډیوګانو کې، هغه د تاوتریخوالي پرځای د "مینې " او "بښنې " په اړه غږېږي.

د امریکا پر متحدو ایالتونو باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د شپږمې کلیزې په مناسبت، هغه یوه وینا وکړه او په هغې کې يې د القاعدې د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن څخه وپوښتل چې: "آیا ته به خوښ يې چې د خدای پاک په وړاندې به درېږې او ددې سلګونو زرو یا میلیونونو قربانیانو دروند بار به دې پرشا وي؟".

خو، د سلمان العودة نظریات تل دده لپاره د دوستانو زیاتېدو سبب نه کېږي. سره له دې چې په نړیواله کچه ډېر پلویان لري، ډېر منتقدین هم لري. هغوی، دده د نظریاتو د شدید بدلون له امله د هغه پر اعتبار شک کوي.

نوال العید

Image caption نوال العید: ښځینه وعظ کوونکې

نوال العید د سعودي عربستان یوه ډېره نامتو ښځینه واعظه ده. د عربو ښځو نړیوالې مجلې لخوا پر ټویټر باندې تر ټولو بانفوذه سعودي ښځه بلل شوې ده. العید هېڅکله خپل تصویر نه خپروي.

نوال العید په ریاض کې د ښځو په پوهنتون کې درس ورکوي، او د ښځو د حقونو په اړه د یوې مشهورې راډیويي خپرونې کوربه هم ده.

د هغې د زیاترو نارینه سیالانو په شان، العید د یوې سلفي سابقې درلودونکې ده او نظریات يې د تودو بحثونو سبب کېږي.

په ۲۰۱۳ کې هغې په یوې مقالې کې، په سعودي عربستان کې د ځورونو خلاف یو قانون د رامنځته کېدو مخالفت وکړ. ددې قانون له مخې سرغړونکو ته د یو کال بند سزا ورکول کېږي او تر۱۰۰ زرو سعودي ریالو پورې جریمه کېدای شي.

لفظي او فزیکي ځورونې داسې یوه مسله ده چې له امله يې په سعودي عربستان کې ښځې اکثراً شکایت کوي او ددې ستونزې د بربنډولو لپاره په زیاتېدونکې توګه ټولنیزو رسنیو ته مخه کوي.

خو، العید باور لري چې داسې قوانین د ستونزې بنسټیزو علتونو ته پام نه کوي. هغه استدلال کوي چې مناسب لباس اغوستل د نارینه او ښځو د ګډېدو مخنیوی یې د حل لاره ده چې ځوان نارینه ګان له دغسې کارونو منع کوي.

هغه "د لوېدیځو ارزښتونو" پر خپلولو باندې هم نیوکې کوي او باور لري چې د اسلامي زده کړو عملي کول ښځو ته "مناسب" حقونه ورکوي.

"تر ټولو ستر دروغ" ترعنوان لاندې یوې مقالې کې، نوال العید استدلال د جنسونو د مساوات پرضد استدلال کوي.

هغه لیکي چې: "آیا د ښځې کمزوری بدن هغومره طاقت لري لکه د نارینه پیاوړی بدن يې چې لري؟".