ترکیه او اروپایي ټولنه د کډوالۍ کړکېچ حل هوکړې ته 'نژدې شوي'

د انځور حقوق Reuters

اروپایي ټولنه او ترکیه وایي، د بروکسل په ناسته کې یې د کډوالۍ کړکېچ پر طرحې په اصولو کې هوکړه کړې ده، خو وروستۍ پرېکړه به راتلونکې کې وشي.

د اروپایي شورا رییس ډونالډ ټسک وویل، کوم کډوال چې له قانوني پړاوونو تېرولو پرته یونان ته ننوزي، بېرته به ترکیې ته واستول شي.

ترکیه غواړي، د هر یوه کډوال د بېرته ستنولو په بدل کې، اروپایي ټولنه یو سوري کډوال ومني، خپلې مرستې ډېرې کړي او په اروپایي ټولنه کې د ترکیې غړیتوب بهیر چټک کړي.

ټاکل شوې ترکیې سره خبرې د اروپایي ټولنې تر ناستې وړاندې چې د مارچ په ۱۷ او ۱۸مه په پام کې نیول شوې، دوام ومومي.

اروپا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو له لوی کړکېچ سره مخ ده او دې لویې وچې ته ډېر کډوال له ترکیې وراوړي. ترکیه اوسمهال د ۲،۷ میلیونه سوري کډوالو کوربه دی چې له جګړې تښتېدلي دي.

'پرمختګ'

ترکیې د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې په ناسته کې ځېنې وړاندیزونه وکړل، خو د ورځې په اوږدو کې یې په اړه د کومې هوکړې څرک ونه لګېد.

وروسته ډونالډ ټسک وویل، مشرانو د خبرو اترو په اوږدو کې "پرمختګ" کړی او هیله من دی راتلونکې اونۍ هوکړه وشي.

هغه وویل، دا پرمختګ "اروپا ته د بې نظمه مهاجرت پایته رسېدو روښانه پیغام استوي."

د انځور حقوق epa

وړاندې د اروپایي ټولنې یوه چارواکي وویل، "ښه پرمختګ" ترلاسه شوی، خو د اروپایي ټولنې مشران د ترکیې پر وړاندیزونو غور لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.

د اروپایي ټولنې مشرانو په یوه بیانیه کې ولیکل چې په کلي ډول د لاندې مواردو لرونکې هوکړې ملاتړ کوي:

  • د ټولو کډوالو بېرته ستنول چې د مقرراتو په پام کې نه نیولو سره له ترکیې د یونان جزیرو ته ځي. ددې عملیاتو لګښت به اروپایي ټولنه ورکوي
  • له یونانه ترکیې ته د یوه کډوال د بېرته ستنولو په بدل کې، اروپایي ټولنه یو سوري کډوال ومني چې ترکیه کې اوسېږي
  • د هغو طرحو چټکول چې د ترکیې وګړو ته اجازه ورکوي له ویزې پرته اروپا ته سفر وکړي، هغه هم داسې چې د ۲۰۱۶ کال تر جون پورې عملي شي
  • ترکیې ته د ۳ میلیارده یورو ورکړې چټکول چې په تېر اکتوبر میاشت کې یې ژمنه شوې وه او ددې کړکېچ د قابو کولو لپاره د اضافي بودیجې د ورکړې پرېکړه کول. د راپورونو له مخې ترکیې غوښتي دا مرستې دوه برابره (۶ میلیارده یورو) شي.
  • په اروپایي ټولنه کې د ترکیې پر غړیتوب د خبرو نوي فصل پرانستو تصمیم لپاره لومړني ګامونو پورته کول

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو، تر ناستې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، "د ټولو کډوالو چې مقررات یې پام کې نه دي نیولي، د منلو زړوره پرېکړه یې کړې. ... دا په دې خاطر چې له یونانه د هر یوه سوري وګړي د بېرته ستنولو په بدل کې به اروپا ترکیه کې مېشت یو سوري کډوال قبلوي."

خو هغه وویل، مهمه ده چې د کډوالو پر سر پرېکړه، یوه واحده مجموعه وبلل شي، ترڅو اروپایي ټولنه کې د ترکیې ادغام پرمختګ هم پکې شامل وي.

د المان لومړۍ وزیرې انګېلا مرکل وویل، ددې وړاندیزونو عملي کېدل کېدای شي عمده ګام وي او ټینګار یې وکړ چې "بې نظمه او بې قانونه" کډوالي باید "قانونمنده" شي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم په دې خبرو اترو کې د پرمختګ ستاینه وکړه او ګوتڅنډنه یې وکړه چې ښایي ترکیې سره مرستې ډېرې شي.

وړاندې د دوشنبې په ورځ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، اروپایي ټولنه تورنه کړه چې ۳ میلیونه یورو یې نه تراوسه نه ده ورکړې.

تېرکال تر یوه میلیون ډېر کسان په غیرقانوني توګه د کښتیو له لارې اروپایي ټولنې ته ولاړل چې تر ډېره له ترکیې او یونانه تېر شول.

ډېری کډوال هڅه کوي له یونانه ځان د اروپا شمالي هېوادونو ته ورسوي، خو اتو هېوادونو اوسمهال په موقتي ډول خپلې پولې تړلې دي.

وروسته له هغه چې مقدونیې خپله پوله وتړله، نږدې ۱۳ زره کډوال یونان کې سرګردانه دي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب