سلوانیا هم نويو سرحدي محدودیتونو پلې کول پیل کړي

د انځور حقوق Natalia Guerrero
Image caption وړاندې هم د بالکان په مسیر کې ځېنو نورو هېوادونو خپلې پولې د کډوالو پرمخ تړلې دي.

سلوانیا هم د بالکان لارې تړلو هڅې د یوې برخې په توګه چې کډوال ترې له یونانه لویدیځې اروپا ته ورځي، نوي سرحدي محدودیتونه وضع کړي دي.

د نویو مقرراتو له مخې، یواځې هغو کډوالو ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي چې غواړي سلوانیا کې د پناه غوښتنه وکړي یا هم هغو ته چې بشردوستانه مرستو ته شدیده اړتیا ولري.

ددې ګام په غبرګون کې سربستان وویل، له مقدونیې او بلغاریا سره به خپلې پولې د هغو کسانو پرمخ وتړي چې لازم اسناد نه لري.

له دې اقداماتو سره د بې – ویزې شېنګن حوزې راتلونکې په اړه بدګوماني رامنځته کړې.

د شنګن اته غړي هېوادونه، لکه اتریش، مجارستان او سلواکیا خپل سرحدي کنټرول ډېر کړی چې په یونان کې د زرګونه کډوالو د سرګردانه پآتې کېدو سبب شوی.

اروپا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د کډوالو له لوی کړکېچ سره مخامخ ده. تېر کال له یو میلیون ډېر کډوال په ناقانونه توګه اروپا ته ننوتل چې ډېری یې له کورنۍ جګړې تښتېدلي سوري وګړي دي.

سلوانیا چې د اروپایي ټولنې غړې ده، کډوالو ته یو له ټرانزیټي هېوادونو ده چې غواړي ځان جرمني یا هم د شمالي اروپا نورو هېوادونو ته ورسوي.

خو د سلوانیا لومړي وزیر میرو سرار د سه شنبې په ورځ وویل، د بالکان لاره اوسمهال عملا "د تړل کېدو په حال کې ده."

هغه وویل، نوي محدودیتونه چې په سیمه ییز وخت د شپې له نیمایي پیلېږي، د هغه پراخ ابتکار یوه برخه ده چې په لړ کې به یې د بالکان حوزې نور هېوادونه او همداراز یونان د ترکیې په مرسته، "ټول ناقانونه کډوال بېرته ستون کړي."

د هغې طرحې له مخې چې اروپایي ټولنه او ترکیه یې پر جوړولو بوخته ده، ټول کډوال چې له ترکیې یونان ته رسېږي، بېرته ستنول کېږي، خو د هر ستنول شوي سوري په بدل کې یو سوري کډوال چې ترکیه کې مېشت دي، اروپا کې منل کېږي.

ملګرو ملتونو د کډوالو د قابو کولو په تړاو د ترکیې او اروپایي ټولنې پر راډیکالې طرحې اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې دا طرحه کېدای شي نړیوال قوانین نقض کړي.

پردې طرحې د دوشنبې په ورځ بروکسل کې خبرې وشوې، خو تراوسه نهایي شوې نه ده.

ورته مطالب