د امریکا پنسلوانیا کې ډزو کې پنځه کسان وژل شوي دي

د انځور حقوق AP

امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د پنسلوانیا پیتزبرګ ته څېرمه د ویلکینسبرګ ښار کې په ډزو کې لږ ترلږه ۵ کسان (څلور ښځې او یو سړی) وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي. عیني شاهدان وایي، دوو وسله والو کسانو د یوه کور په انګړ کې چې هلته د واده مراسم روان وو، برید وکړ.

یو له شاهدانو وایي، لږ ترلږه د ۲۰ ډزو اوازونه یې اورېدلي دي.

ورته مطالب